Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1خدایه ولې دې رد کړي یو د تل دپاره؟ستا قهر ولې لکه اور په شان دی بل په مونږه؟مونږه خو یو ستا د رمې پسونه
2ته در په یاد کړه هغه خپل قومچې ډېر پخوا نه غوره کړی تا خپل ځان دپارهکوم چې تا وژغوره له غلامۍ نه چې شي ستا غوره قومدر په یاد کړه د صهیون هغه غرچې اوسېدلې په کې
3واخله قدم دې �� تلپاتې کنډوالو په لوريهرڅه چې وو عبادت ځای کې ویجاړ کړي دښمن
4نارې وهلې د بري ستا دښمنانو ستا سپېڅلي کور کېخپل بیرغونه یې ودرولي دي د نښې د بریا په توګه
5دوی ښکارېدل د چوب شکنو په شانچې دوی وهلې ونې په تبرونو باندې
6په تبرونو او جبلونو باندېکړل یې خراب ټول د لرګو نقشونه
7ستا سپېڅلي کور ته یې اور واچاوهدوی بې حرمت کړ هغه ځایچې دی ستا نوم ورپورې
8هغوی د ځانه سره داسې ویل:«مونږ به بېخي هغوی له منځه یوسو»سوځول یې په دې خاوره کې ټول د عبادت ځایونه
9مونږه نور ونه لیدلې ستا معجزېپیغمبرانو نه څوک پاتې نه شوڅوک نه پوهیږي دا حالت به کړي دوام تر کومه
10ترڅو به ستا دښمنان تاته خدایه پېغورونه کوي؟بې حرمتي به تر ابده پورې ستا د نامه؟
11ولې دې مونږ ته خپل ښي لاس رانه کړ؟وښایه ځواک دې خپل او دوی نابود کړه
12خو له اوله ته پاچا یې زما ای خدایهاو تا راوړی دی خلاصون ځمکې ته
13په خپل قوت سره جدا دې کړې اوبه د دریاباو په اوبو کې دې کړل مات د بلاګانو تندي
14وې همدا ته چې د پاچا د بلاګانو دې سرونه مات کړلتا په جسد د دې ماړه کړل ځناور د دښتې
15تا جاري کړلې چینې او هم خوړونهد تل دپاره دې کړل وچ سیندونه
16شپه او ورځ دواړه ستا ديتا ځای په ځای لمر او سپوږمۍ کړل خپلو ځایونو کې
17تا سرحدونه وټاکل د ځمکېتا اوړی ژمی جوړ کړل
18خو ای څښتنه دا په یاد ساتهچې دښمنان دې کړي خندا تا پورېاو کم عقل خلک سپکاوی کړي تاته
19د خپل بې وزله قوم ژوند مه هېروه تل دپارهد بېچاره کوترې ژوند دې ځناورو لره مه پرېږده
20تا چې کوم لوظ کړی ؤ مونږ سرهدر یاد کړه هغهځکه چې ډک دی هر تیاره ځاید دنیا له ظلمه
21مظلومان مه پرېږده چې وشرمیږيپرېږده چې دغه غریبان او محتاج خلکدې ستاینه ستا د نوم وکړي
22خدایه، راپورته شه دفاع وکړه له خپله ځانهدا یاد ساته چې کم عقلان ټوله ورځ تا پورې خندا کوي
23ته دې د خپلو مخالفینو قهرجنې چیغې مه هېروهدا دوامداره شورماشور چې دښمنانو دی جوړ کړی ستا