Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
10 verses
1مونږه ستا شکر کوو خدایهشکر کوو مونږه ځکه چې نژدې یې راتهبیانوي خلک ستا عجیبه کارونه
2وایي خدای چې ما ټاکلی قضاوت دپاره وخت دیاو په انصاف سره به کړم قضاوت
3که څه هم هر ژوندی موجود به رېږدياو ځمکه به هم لړزیږيزه به یې وساتمه ستنې ټینګې
4لاپو وهونکو ته دا وایم چې نه دې وهي لاپېامر کوم په بدکارانو چې غرور دې نه کړي
5هغوی ته وایم چې مغرور مه اوسئد سرکښۍ له وجې بس کړئ د غرور خبرې
6سرلوړي نه راځي له شرقه یا له غربه ځینېاو نه له دښتې او بیابانه ځینې
7بلکې دا خدای دی چې کوي قضاوتورکوي یو ته سرلوړي بل ته ذلت
8څښتن نیولې ده پیاله په لاس کېچې کړې یې ډکه د قهر له ترخو شرابوچې اچوي یې څښتن او ټول بدکاران یې څښيباید یې وڅښي بدکاران تر اخري څاڅکي
9خو زه به هېڅکله بس نه کړمه خبرېد یعقوب د خدای په هکلهاو ورته وایمه سندرې به زه
10هغه به مات کړي ټول قوت د بدکارانوخو قوت به زیات شي د نېکانو