Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1خدای مشهور دی یهودا کېنوم یې عظیم په اسراییلو کې دی
2په اورشلیم کې ده خېمه د هغهاستوګنځای یې د صهیون په غره کې
3تاوده غشي یې کړل مات په هغه ځای کېهم یې سپرونه، تورې او ټولې وسلې ماتې کړې
4ته څومره ډک یې له جلاله او له نوره خدایه!څومره له برمه ډک یېزیات له تلپاتې غرو نه
5د دښمن زړور خلک ټول تالا شولد مرګ په خوب باندې ویده شول هغوینور یې نه لرله وسه چې لاسونه جګ کړي
6د یعقوب خدایه، تا چې کله ورټل هغوید دوی اسونه او سواره شول په مرګ ویده
7یوازې ستا نه وېرېدل په کار ديکله چې ته په قهر یېڅوک درېدلی شي د ستا په مخ کې؟
8تا خپل قضاوت کړ د اسمان نه اعلاننو ځمکه وېرېدله او شوه خاموشه هغه
9کله چې ته خدایه راپورته قضاوت ته شولېچې د دنیا ټول مظلومان وژغورې
10د انسانانو قهر ګرځي سبب ستا د ثناڅوک چې ژوندي شول پاتې ستا له غضبهغوی به تا لره جشنونه نیسي
11خپل څښتن خدای ته ومنئ نذرونه او هغه ورکړئخپل سوغاتونه راوړئای ټولو خلکو، چې اوسېږئ شاوخوا د هغههغه دپاره چې دی ډېر هیبتناک
12ماتوي هغه غرور د واکمنانوپه پاچاهانو د نړۍ راولي سخته وېره