Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1په لوړ اواز خدای ته فریاد کومهپه لوړ اواز ورته فریاد کومه چې ماته غوږ ونیسي
2زه د سختۍ په وخت کې کړمه څښتن ته رجوعزه په دعا کې ټوله شپه پورته کوم لاسونهخو زما زړه تسلي نه شي موندلی
3کله چې زه رایادوم خداینو زه زګېروي کومهکله چې ډوب شمه خیالونو کې زهزړه تورن کېږمه زه
4پټېدو ته دې پرېنښودلې سترګې زمادومره ناارام یم چې کولای زه خبرې نه شم
5کومه فکر په خپل تېرو ورځورایادومه پخواني کلونه
6رایادوم خپله د شپې سندرهفکر کوم او له خپل ځانه دا پوښتنه کوم:
7«ایا څښتن به مونږ نه تل دپاره لاس واخلي؟بیا به هېڅکله هم راضي نه شي هغه زمونږ نه؟
8ایا زمونږ سره یې تل بس کړه تلپاتې مینه؟خپله وعده باندې به نور هغه تل نه دریږي؟
9ایا خدای هېر کړل چې رحیم به اوسي؟د خواخوږۍ ځای یې نیولی قهر؟»
10نو بیا مې وویل خپل ځان سرهچې «څومره دردمند یمه زهچې خدای تعالی نور نه ښایيخپل قدرت زمونږ دپاره»
11زه یادوم به د ستا لوی کارونه ای څښتنهرایادوم به معجزې چې دې ښودلې پخوا
12فکر به کړم ټولو کارونو باندې تا چې کړيزه به د ستا په زورورو عملونو باندې فکر کوم
13ستا ټولې لارې سپېڅلې دي ای خدایهداسې لوی خدای بل ستا په شان نشته دی
14ته هغه خدای یې چې کوې معجزېمنځ د قومونو کې ښودلی خپل قدرت دی تا
15په خپلو مټو دې خپل قوم خلاص کړیتا د یعقوب او د یوسف اولاده
16کله چې سرې بحیرې ولیدلې ای خدایهچې اوبو ولیدې نو ووېرېدېتل د دریاب په لړزېدلو شولو
17له ورېځو ډېر په شړق باران راغیتندر راپرېوت له اسمانه څخهستا د برېښنا غشي هر خواته په ویشتلو شول
18په توفان کې ستا د تندر اواز واورېدل شوستا د برېښنا په رڼا ټوله دنیاګۍ رڼا شوهپه لړزېدلو او رپېدلو شوه ځمکه
19تا د دریاب منځ کې قدم وواههپورې وتلې له ژور دریابهخو ستا د پښو پلونه نه ښکارېدل
20لکه د شپون په شان دې بوتلو خپل قومپه وسیله تا د موسی او هارون