Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
72 verses
1ای زما قومه، زما تعلیم ته غوږ شئواورئ په غور زما د خولې خبرې
2خبرې وبه کړمه زه په مثالونو باندېزه به رازونه کړم بیان د تېرو شوو وختو
3هغه شیان چې اورېدلي او زده کړي مو ديهغه شیان چې مو نیکونو بیان کړي راته
4هغه به پټ نه ساتو خپلو اولادونو څخهکړو به یې بیان راتلونکي نسل تهوړ د ستایلو کارنامې او هم قدرت د څښتناو هم کارونه عجیبه کوم چې هغه کړي دي
5ورکړ هغه د اسراییلو قوم ته خپل شریعتهغه ولس چې د یعقوب نسل دیزمونږ نیکونو ته یې وکړ حکمچې اولادونو ته ورزده کړي هغه
6ترڅو راتلونکی نسل زده کړي هغههم هغه کوچنیان چې لا پیدا نه دياو په خپل وار سره بیان خپل اولادونو ته کړي
7نو په دې توګه به هغوی هم توکل وکاندي خدای باندېاو هېر به نه کړي کوم کارونه چې هغه کړي ديبلکې هغوی به اطاعت یې د حکمونو کوي
8او دوی به نه وي سرکښان او نافرمانه خلکلکه د خپلو نیکه ګانو په شاند چا چې زړه ټینګ باور نه درلود خدای باندېاو نه یې روح ؤ وفادار هغه ته
9سره له دې چې وو سمبال افرایمیان په لیندوخو د جګړې په ورځ یې تېښته وکړه
10هغوی د خدای سره خپل لوظ باندې وفا ونه کړههغوی انکار وکړ ویې نه منلو قانون د هغه
11هغوی دا هېر کړل چې هغه څه وکړلهغه معجزې چې خدای ښودلې وې هغوی ته
12په داسې حال کې چې نیکونو یې کتلخدای معجزې ښودلېد مصر ملک او د صوعن سیمه کې
13خدای په دریاب کې کړله جوړه لارههغوی یې پورې ویستلاوبه یې سمې د دېوال په شانتې ودرولې
14د ورځې دوی ته لارښوونه یې په ورېځې کړلهاو ټوله شپه به یې د اور په رڼا
15هغه به دښته کې ګټونه چولاو ورکولې به یې اوبه هغوی تهداسې پرېمانه د بحرونو په شان
16هغه ویالې جوړې کړېچې شي جاري له ګټ نهویې بهولې اوبهلکه سیندونو په شان
17خو دوی د خدای په مقابل کې دوامداره ګناهونه کولدښته کې وکړه سرکښي یې خدای تعالی په وړاندې
18هغوی قصدي په خدای کاوه ازمایښتد خپلې خوښې د خوړو چې یې غوښتنه کړله
19دوی به د خدای په ضد خبرې کړلې ویل به هغوی:«ایا کولای شي خدای مونږ ته دسترخوان وغوړوي دښته کې؟
20دغه رښتیا دي چې خدای ګټ وواههاو د سېلاب په شان جاري شوې اوبهخو ایا دا هم شي کولای چې ډوډۍ راته تیاره کاندي؟او هم ورکړي خپل قوم ته غوښه؟»
21نو څښتن دوی باندې شو ډېر په قهرچې کله یې واورېدې د دوی خبرېاو د یعقوب په خلاف بل شولو اورپه اسراییلو باندې یې قهر په ډېرېدلو شولو
22ځکه چې دوی په خدای ایمان نه درلودباور یې نه درلود چې هغوی ته به خلاصون ورکړي
23خو پاس اسمان ته هغه حکم وکړاو دروازې یې د اسمان پرانیستې
24ورته ویې لېږلو من چې دوی یې وخورياو ویې بخښلې دوی ته د اسمان غلې
25انسان وخوړه ډوډۍ د فرښتوڅومره چې دوی غوښته خدای ورکړه ورته
26له ختیځه یې راوالوزاوه باد په اسمانو کېاو په خپل قدرت یې راوړ باد له جنوبه څخه
27لکه د دوړو په څېر غوښه یې نازله کړلهمرغان ډېر زیات لکه د شګو د دریاب د غاړې
28هغوی یې پرېښودل چې ولویږي د کمپ په منځ کېټولو خېمو په شاوخوا باندې
29نو خلکو وخوړل او شول پرې ماړهڅه چې دوی غوښتي وو خدای ورکړل ورته
30لا پوره شوې اشتها یې نه وهمړۍ د خولو یې لا خوړلې نه وه
31چې شو راپورته د خدای قهر په دویویې وژل د دوی قوي سړياو کړل یې مړه د اسراییلو ځوانان
32سره له دې ټولو کارو خلکو بس نه کړه ګناهسره له دې چې معجزې یې د هغه ولیدېخو دوی بیاهم ایمان رانه وړلو هغه باندې
33نو د هغوی ورځې یې کړې ختمې خوشېکړل یې کلونه خلاص په وېره وېره د دوی
34کله چې دوی نه به خدای ووژل ځینې کسانهغه ته وبه کړه رجوع د هغو پاتې خلکوهغوی توبه ویستله او سخته دعا یې کوله
35دوی ته وریاد شول چې خدای ؤ ساتونکی د دویچې خدای تعالی دی خلاصوونکی د دوی
36خو بیا به دوی کړه چاپلوسي په خپلو خولو هغه تهویل به یې درواغ ورته په خپلو ژبو
37هغه ته نه وو وفادار یې زړونهنه وو رښتیني د هغه لوظ ته
38خو مهربان ؤ خدای خپل قوم باندېهغه ګناه د دوی وروبخښلهاو تباه یې نه کړل هغویپه څو څو وار یې د خپل قهر مخه ونیولهخپل غضب ټول یې راونه پاراوه
39هغه رایاد کړل چې هغوی دي صرف فاني انسانانلکه د باد په شان چې لګي بېرته نه راګرځي
40هغوی په دښته کې څو څو ځلېد هغه مقابل کې سرکښي وکړلهپه څو څو وار یې په صحرا کې خفه کړی هغه!
41هغوی بیا بیا په خدای کاوه ازمایښتسپېڅلی خدای د اسراییلو یې په تکلیف کړی دی
42دوی کړلو هېر لوی قدرت د هغهاو هغه ورځ چې دوی یې خلاص له دښمنانو کړل
43هغوی کړې هېرې معجزېچې ښکاره کړې وې خدای مصر کېد صوعن سیمه کې عجیب کارونه
44کړې یې بدلې د سیندونو او نهرونو اوبه په وینو باندېد څښاک اوبه نه وې مصریانو سره
45په هغو باندې یې نازل کړل مچانکړل په عذاب یې هغویاو هم چونګښې چې یې ویجاړه کړله خاوره د دوی
46هغه نازل کړل ملخان ورباندېچې یې فصلونه وخورياو چې تباه کړي کروندې د هغوی
47د دوی تاکونه یې په ږلۍ تباه کړلد انځر ونې ورته ووهلې یخ باندې
48د دوی پادې یې ووهلې په ږلۍ باندېاو ووهلې یې په تندر رمې
49اور د خپل قهر یې راواستولو ورتهکړ یې نازل په هغوی غضب، قهر او مصیبتلکه د مرګ د فرښتو په شان په دوی راغلل
50هغه خاموش نه کړلو خپل قهراو نه یې وژغورلو ژوند د هغویبلکې وبا باندې اخته کړل هغوی
51ټول یې کړل مړه د مصریانو مشران زامند حام خېمو کې د هغوی د نارینتوب اولنۍ مېوه
52بیا هغه خپل خلک راوویستل لکه پسونو په شاندښته کې وکړه لارښوونه یې د رمې په شان
53روغ او رمټ یې هغوی بوتلل او دوی نه وېرېدلخو دریاب غرق کړل دښمنان د هغوی
54خدای هغوی خپل پاک وطن ته راوستلهغه غره ته چې نیولی یې په خپل ښي لاس ؤ
55د دوی په مخکې یې وشړل د هغه ځای قومونهد هغوی ځمکه یې کړه تقسیم د اسراییلو قبیلو باندېکړلو مېشته یې خپل ولس بیا د هغوی کورو کې
56خو سرکښي یې وکړله د خدای تعالی په وړاندېهغه یې وازمایهقبول یې نه کړل د هغه حکمونه
57دوی یاغیان او بې وفا وو د نیکونو په شانبې اعتباره وو هغوی کږې لیندې په شان
58خدای یې په قهر کړ خپلو کفري عبادتګاوو جوړولو باندېخپلو بتانو عبادت باندې یې وپاراوه غیرت د هغه
59خدای ډېر په قهر شو چې یې دا واورېدلشو لاس په سر د اسراییلو څخه
60پرېښود خپل استوګنځی شیلوه کېهغه خېمه چې اوسېده په کې هغه د انسانانو منځ کې
61دښمنانو ته یې فرصت په لاس کې ورکړچې صندوق د لوظ ونیسي په زورهکومه چې نښه د قدرت او د جلال وه د ده
62هغه خپل خلک ورکړل د تورې خولې تهاو شولو په قهر خپل غوره شوي قوم ته
63ځوانان د اور خوراک شولڅوک پاتې نه شو چې ودونه وکړي پېغلو سره
64په تورو مړه شول کاهنان د دویاو د دوی کونډو ویر کولای نه شو
65اخر راپاڅېده څښتن لکه راویښ شي څوک له خوبه څخهلکه قوي سړی چې مست وي په نشه د مېو
66په شا یې وتمبول خپل دښمناناو په شرمو پټ یې کړل د تل دپاره
67خو هغه رد کړه اولاده د یوسفغوره یې نه کړه قبیله د افرایم
68د دې په ځای یې قبیله د یهودا کړه غورهاو د صهیون غر چې ؤ ګران ورته
69هلته یې خپل سپېڅلی کور کړلو جوړلکه د لوړو اسمانونو په شانهغه یې داسې قوي جوړ کړلولکه د ځمکې په شانچې پایدار به اوسي تل دپاره
70خپل خدمتګار داود کړ غوره هغههغه یې بوتللو د مېږو د شپولونو څخه
71چې په کوم ځای کې یې ساتلې مېږې او وريچې شي دی شپون د اولادې د یعقوبد اسراییلو د قوم شپون چې یې دی غوره ولس
72د زړه له کومي به داود کاوه شپونتوب د هغویاو په مهارت سره یې کړله لارښوونه د دوی