Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1ای خدایه، پردي قومونو ستا په خاوره باندې برید کړیبې حرمتي ستا د سپېڅلي کور ده کړې هغویاو اورشلیم یې بدل کړی کنډواله باندې
2کړل جسدونه یې د ستا د بندګانو د مرغانو خوراکستا د وفادارو د بدن غوښېشوې د ځنګل د ځناورو خوراک
3د اوبو په شان یې وینې بهولې ستا د خلکوټول اورشلیم کې به��دلې وینېداسې څوک نه ؤ چې یې ښخ کړي مړي
4د شاوخوا قومونو د پېغور شولو مونږمونږ پورې خاندي او په مونږ باندې ملنډې وهي
5ای څښتنه، ته به په مونږ باندې په قهر یې همېش؟ترڅو بلیږي به غیرت د ستا لکه د اور په شان؟
6قهر نازل دې کړه ته هغو قومونو باندې چې تا نه پېژنيپه هغو پاچاهیو باندې چې ستا نوم نه اخلي
7ځکه چې دوی ده قتل کړې د یعقوب اولادههم تباه کړی یې هېواد د هغوی
8مه راکوه مونږ ته سزا خپلو نیکونو د ګناه په خاطرزمونږ په حال باندې زر رحم وکړهځکه چې ډېر خوار او زار شوي یو مونږ
9ای خدایه، ای زمونږ ژغورونکیه خدایهمونږه سره مرسته وکړه د خپل نوم د جلال په خاطرګناهونه زمونږ معاف کړه نجات راکړهد خپل نوم په خاطر
10ولې قومونه مونږ نه وکړي دا سوالچې ستاسو خدای چېرته دی؟پرېږده مونږ ووینو چې ته هغو قومونو نه بدل واخلېپه دې خاطر چې هغوی ستا د خادمانو بهولې وینې
11د بندیانو زګېروي واورهڅوک چې په مرګ محکوم ديکړه ته ازاد هغوی په خپل لوی قدرت
12اووه چنده ورکړه ته سزا هغوی ته ای څښتنههغو قومونو ګاونډیو ته چې ستا یې سپکاوی کړی دی
13نو بیا به مونږه چې یو ستا قوم، ستا د رمې پسونهکړو همېشه به مونږ مننه ستا نهنسل په نسل به کوو مونږه ستاینه د ستا