Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1ای د اسراییلو شپونه ته مونږ ته غوږ ونیسهای چې د یوسف د قبیلې کړې لارښوونه د رمې په څېرته په خپل تخت ناست یې پاس په سر د اسماني مخلوقخپل جلال دې راښکاره کړه
2ځان دې ښکاره خپل قبیلو ته کړهیعنې د افرایم، بنیامین او منسي قبیلې تهقدرت دې خپل مونږ ته راوښایه تهراشه او خلاص کړه مونږه!
3مونږ بېرته راوله خپل حال ته خدایه!په ورین تندي وګوره مونږ تهچې خلاص شو مونږه
4ای مطلق قادر څښتنه خدایهته به ترڅو پورې په قهر یې خپل قوم باندېاو نه به اورې دعاګانې دې د خپلو خلکو؟
5د ډوډۍ په ځای خوراک دې کړلو اوښکې د دویپه دوی دې وڅښلو د اوښکو ډک جام
6تا مونږ د خپلو ګاونډیانو د خندا کړلووهي ملنډې دښمنان زمونږ په مونږ باندې
7مونږ بېرته راوله خپل حال تهای مطلق قادره خدایه!په ورین تندي وګوره مونږ تهچې خلاص شو مونږه
8د تاک په شان دې خپل قوم وویسته د مصر څخهتا وشړل نور اقواموکرل دوی دې د هغوی په ځای کې
9تا هغه ځمکه کړله پاکه ورتهوځغلولې هغه ځای کې یې ریښې ژورېورباندې ډکه شوله ټوله ځمکه
10شول غرونه ټول یې پټ په سیوري باندېد سبر غټې ونې راوستې شاخونو یې تر سیوري لاندې
11مدیترانې تر بحیرې پورې یې لاړې څانګېاو شولې خپرې د فرات تر سینده
12ولې دې وران کړل دېوالونه شاوخوا د هغه؟اوس چې هرڅوک ورنه تېریږينو راشکوي ترې انګور
13وحشي خوګان لاندې کوي یې تر پښوپه کې څریږي ټول وحشي ځناور
14مطلق قادر خدایه راواړوه مخ!ته له اسمانه مونږ ته کوز وګورهراشه او وساته خپل قوم دې خدایه
15راشه او وساته نیالګی کوم چې کرلی دی تادغه ځوان تاک چې قوي کړی دی تا
16هغه ته اور دی اچولی دښمنانو زمونږاو راچپه کړی یې دیهغوی ته وګوره په قهر او برباد کړه هغوی!
17نو ته قوي کړه هغه کس چې ورسره مینه کوېهغه څوک چې غوره کړی دی تا
18بیا به هېڅکله تا نه مونږه خپل مخ نه اړووته مونږ ژوندي وساته چې ستا ستاینه وکړو
19مونږ بېرته راوله خپل حال تهای مطلق قادر څښتنه خدایه!په ورین تندي وګوره مونږ تهچې خلاص شو مونږه