Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1خدای ته سندرې د خوښۍ ووایئ چې دی قوت زمونږهد خوشحالۍ ووهئ چیغې د یعقوب خدای ته!
2سازونه پیل کړئ او چمبې ووهئوغږوئ د خوشحالۍ سازپه رڅپرکیونو او چنګونو سره
3د اختر دپاره ووهئ سرنیپه هغه وخت کې چې شي میاشت نوېاو په داسې وخت کې چې پوره شي سپوږمۍ
4دا یو قانون ��ی اسراییلو کېدا دی یو حکم د یعقوب د خدای
5هغه جوړ کړ یو قانون یوسف دپارهچې کله یې وکړله حمله د مصر خاوره باندېیو نااشنا اواز مې واورېد چې ویل یې داسې:
6«ستاسو اوږو نه مې اوچت کړل درانه بارونهاو تاسو مې خلاص کړئ له درندو کارونو
7کله چې تاسو وئ تکلیف کې اختهومو کړ ماته فریاد او تاسو مې وژغورلئله تندریځې ورېځې در مې کړ ځواب درتهومې ازمایلئ تاسو د مریبه د چینو څنګ کې
8ای زما قومه واورئ زه درکومه اخطار!ای اسراییلو کاشکې تاسو ماته غوږ ونیسئ!
9پردی خدای دې ستاسو منځ کې نه ويسجده ونه کړئ بېګانه خدای ته
10زه څښتن خدای یم ستاسوچې مې د مصر نه راوویستلئخلاصې مو خولې کړئ زه به ماړه کړم تاسو
11خو زما قوم ماته غوږ ونه نیوهاو اطاعت ونه کړ اسراییلیانو زما
12نو ځکه پرېښودل مې دوید خپل سخت زړه عملونو لرهچې وي روان په خواهشاتو د نفسونو پسې
13کاشکې خپل قوم مې راته غوږ ونیسياسراییل کاشکې زما په لاره لاړ شي
14زه به زر ماتې ورکړم د هغوی دښمن تهاو رقیبانو د هغوی باندې بهپورته کړم خپل لاس
15چا چې نفرت کاوه له ما نهزما په مخ کې به ټیټ کړيسرونه خپل له وېرې ځینېدوی تر ابده به سزا وویني
16خو تاسو ته به درکړم د ښو غنمو خوراکاو تاسو ماړه به کړمه د ځنګل په شاتو»