Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1اای خدایه، مه پاتې کېږه ته چوپمه پاتې کېږه غلی او مه پاتې کېږه ارام
2ګوره! ستا دښمنان دي د بلوا حال کېڅوک چې کرکه کوي ستا نه پورته کړي یې دي سرونه
3د ستا د قوم په مقابل کې پلانونه د ټګۍ جوړويد هغه ولس په ضد چې لرې ته ورسره مینهدوی د هغوی په مقابل کې دسیسې جوړوي
4هغوی وایي: «راځئ تباه یې کړو چې قوم یې ورک شيترڅو چې نوم د اسراییلو تل دپاره هېر شي»
5په خپل پلان کې سره جوړ دي هغویستا مقابل کې یې تړون کړی دی
6د ادوم او اسماعیلیانو قومد موآبیانو، هاجریانو قوم
7د جبالیانو، عمونیانو، عمالیق قومونهد فلسطین او د صور قومونه
8د اشوریانو ولس هم دی مل شوی د هغوی سرهاو قوي مټ دی هغوی د اولادې د لوط
9دوی سره داسې عمل وکړهلکه چې څنګه دې ؤ کړی مدیانیانو سرهاو د سیسرا او هم یابین سره په غاړه د قیشون د سیند
10لاړل له منځه په عین دور کې دویشول جسدونه یې په ځمکه لکه د سرې په شان
11له مشرانو سره یې داسې عمل وکړهلکه چې کړی دې غراب او هم د زیب سره ؤته ماتې ورکړه د هغوی ټولو حاکمانو تهلکه چې څنګه دې ورکړې وه زبح او هم صلمونع لره
12ځکه چې دوی وویل: «وبه نیسو ځان دپارههغه څړځایونه چې د خدای دي»
13د بوړبوړکۍ په شان یې وشینده ای خدایهلکه د بوسو چې یې باد بادوي
14لکه په اور باندې چې سوځي ځنګللکه لمبو باندې چې سوځي غرونه
15په خپل توفان باندې دوی وځغلوهته هغوی ووېروه خپلو سختو بادونو باندې
16د دوی مخونه په شرمونو پټ کړهترڅو تسلیم شي هغوی ای څښتنه ستا قدرت ته
17وي دې رسوا هغوی او تل دې په وېره کې وياو په ذلت کې دې هغوی شي هلاک
18هغوی دې پوه شي چې یوازې ته یېچې دې نوم دی څښتنیې خدای تعالی ته د ټولې ځمکې