Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1ای مطلق قادر څښتنهڅومره زړه وړونکی دی ستا د اوسېدلو ځای
2څومره مې زړه غواړي چې واوسم هلتهڅښتن دربار کې اوسېدو پسې مې چوي زړګیزه ژوندي خدای ته په خپل ټول زړه او ځانچیغې د خوښۍ وهمه
3د قربانۍ د ځایونو په خوا کې دېچڼچڼو، توتکیو ځالې جوړې کړې ځان تهاو توتکۍ په کې بچي ساتي خپلمطلق قادر څښتنه، زما پاچا او زما خدایه
4هغوی څومره بختور دي چې اوسیږي ستا په کور کېاو تل سندرې د ثنا ستا وایي
5هغوی څومره بختور دي چې د ستا نه قوت موميڅوک لري دا شوق چې د صهیون غره ته سفر وکړي
6د بکا د وچې درې څخه چې دوی تېریږينو له هغه ځای څخه چینې جوړیږيباران د مني ډکوي یې برکتونو باندې
7د دوی طاقت سفر کولو سره لا زیاتیږياو د دوی هر یو په صهیون کې حاضریږي خدای ته
8ای څښتنه ای مطلق قادره خدایه، واوره دعا زما!ای د یعقوب خدایه، ته ماته غوږ ونیسه!
9ای خدایه، زمونږ پاچا ته چې مو سپر دی برکت ورکړههغه پاچا چې تا په خپله غوره کړی
10د یوې ورځې تېرول ستا دربار کېبهتر دي بل ځای کې له زرو ورځوتش درېدل د خپل خدای کور د دروازې مخې تهد بدکارانو په خېمو کې اوسېدو څخه بهتر ګڼمه
11څښتن سپر دی زمونږ او ځلیږي لکه د لمر په شانهغه برکت راکوي مونږ ته په فضل او عزتنه سپموي هېڅ ښه شی له هغو څخهد چا چې لارې وي بې داغه لارې
12ای مطلق قادر څښتنهڅومره بختور دی هغه کس چې په تا باندې توکل کوي