Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1ی څښتنه تا په خپله خاوره رحم وکړاو یوځل بیا دې رابېدار کړ د یعقوب قسمت
2ودې بخښلې د خپل قوم بدۍپرده دې واچوله په ټولو ګناهونو د دوی
3تېر شولې ته له خپل ټول غضبهد خپل قهر اور دې سوړ کړ
4ای زمونږ خلاصوونکیه خدایهمونږه بېرته په خپل حال کړهاو خپل غضب زمونږ نه لېرې کړه ته
5ایا ته به خفه یې تل زمونږ څخه؟ایا وبه غزوې خپل قهر د یو نسل نه بل نسل ته؟
6ایا ته به مونږ ته بیا قوت رانه کړېترڅو ستا قوم خوشحالي وکړي ستا له امله؟
7څښتنه، مونږ ته دې وښایه تلپاتې مینهاو مونږ ته راکړه خلاصون
8څښتن خدای چې هرڅه وایي ورته به نیسمه غوږوعده کوي د سولې خپل وفادار ولس سرهخو دوی دې بیا نه راګرځي د حماقت لارو ته
9بې شکه ور به کړي نجات هغوی ته څوک چې ترې وېره لريچې پاتې شي د هغه جلال زمونږ په خاوره کې
10څنګه چې دوه تنه یو بل سره ګوريداسې تلپاتې مینه او وفا به سره هم وګوريڅنګه چې یو تن بل تن ښکلويداسې عدالت او سوله به هم یو بل ښکل کړي
11راپورته کیږي وفا ځمکې نهنېکي راګوري پاس له اسمانه څخه
12ښه شیان مونږ ته راکوي به بې له شکه څښتنورکوي ښه حاصلات به زمونږ ځمکه
13عدالت به وي روان د څښتن مخکېتیاروي به لار د هغه قدمونو ته