Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1ای څښتنه سوال مې واوره او قبول یې کړهځکه چې زه یمه کمزوری حاجتمند یمه زه
2له مرګ مې وساته ته ځکه چې یمه وفادار تاتهای زما خدایه، ته مې وژغورهځکه چې زه ستا خدمتګار یم او په تا باندې باور لرمه
3ای څښتنه، په ما رحم وکړهځکه تاته کړم فریاد ټوله ورځ
4خپل خادم د�� کړه خوشحالهځکه ستا درګاه ته زه دعا کومه
5ای څښتنه نېک یې ته بخښونکی یېد هغه چا سره کوې مینه تلپاتېچې کړي سوال درڅخه
6ای څښتنه واوره ته دعا زمازما د مرستې زارۍ واوره
7زه فریاد کومه تاته سخته ورځ کېځکه چې ته مې دعاګانو ته ځواب ورکوې
8ای څښتنه بل څوک نشته ستا په مثل معبودانو د دنیا کېتا چې کړي کوم کارونه بل څوک نه یې شي کولای
9چې پیدا کړي دي تا ټول قومونهتاته به راشي او سجده به وکړياو هم به ستا نوم ته جلال ورکړي
10دا چې ته لوی او کوې ته عجیبه کارونهنو همدا ته یوازېنی خدای یې
11ای څښتنه وښایه ماته دې ته خپله لارهچې زه د ستا رښتینولۍ کې قدم پورته کړمهاو داسې زړه راکړه چې وېره وکړمه ستا له نومه
12ای څښتنه، ای زما خدایهد زړه له کومي به کړم ستا صفتد تل دپاره به ستا نوم ته زه جلال ورکوم
13ځکه چې ستا مینه ده عظیمه ماتهد قبر تل نه دې ژغورلی یم زه
14ای خدایه، په ما حمله کوي مغروره خلکیوه ظالمه ډله هڅه کړي چې ومې وژنيهماغه ډله ده چې نه لري د ستا پروا
15خو ای څښتنه، ته رحیم او مهربانه خدای یېنه په قهرېږې زر ته ډېره مینه او وفا کوې
16ای څښتنه نظر وکړه زما په لوري په ما رحم وکړهخپل ځواک دې راکړه او ما وژغورهداسې خدمت دې زه کومه چې مې مور کړی دی
17راته دې نښه د نېکۍ وښایه ای څښتنهما سره مرسته وکړه ماته تسلي راکړهوبه شرمیږي دښمنان زما چې وویني دا