Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1یوه سندره او هم د قورح د طایفې زبور. د سرود ویونکو د مشر دپاره: د مهلات لعنوت په اساس د هیمان ازراحي زبور)۱ای څښتن خدایه خلاصوونکیه زماټوله ورځ تاته زاري کړمد شپې ستا حضور ته ژاړم
2کړه قبوله زما دعاغوږ مې ونیسه زاریو ته!
3ډېر تکلیفونه دي راغلي په مازه یم ګور ته نژدې شوی
4خلک وایي راته داسېیې ولاړ د ګور په غاړهاو زه یم کمزوری شوی
5زه په مړو کې حساب یمد وژل شویو په شانچې وي پراته قبر کېلکه هغوی چې تا هېر کړياو نور ورسره نه کړې مرسته
6زه دې په کنده کې د قبر غورځولی یمهتورې تیارې او ژور ځای کې اچولی یمه
7دا ستا غضب راباندې دروند پروت دیټولو څپو ستا لاندې کړی یمه
8زما نه لېرې کړل دوستان دې زماد کرکې وړ دې کړم نظر کې د دویداسې راګېر یم چې د تېښتې لاره نه لرمه
9کمزورې شوې مې دي سترګې له ډېره غمه څخهڅښتنه هره ورځ زاري کړم تاتهپورته کوم درته لاسونه د دعا دپاره
10ایا ته کړې معجزې مړو دپاره؟ایا مړي پورته کیږي ستا ثنا ته؟
11ایا په قبر کې کېدای شي بیانستا د تلپاتې مینې؟او یا بیان ستا د وفا د تباهۍ کنده کې؟
12ایا ښکاریږي معجزې دې په تیاره مکان کېاو یا ستا نېکي د هېرېدو په ځای کې؟
13خو ای څښتنه، کړم زاري د مرستې تاتهاو هر سهار دعا ستا حضور ته
14ما ردوې ولې څښتنه؟زما نه ولې پټوې خپل مخ؟
15له هغه وخته چې لا ځوان ومه زهومه اخته په کړاوونو او نژدې وم مرګ تهپه سبب دې د کارونو وېروونکوزه بې وسه یمه
16سخت غضب دې کړمه غرقستا بریدونو وېروونکو تباه کړی یمه
17لکه سېلاب په شان راتاو وي رانه ټوله ورځراګېروي مې د هر لوري څخه
18راڅخه لېرې دې خپلوان او هم دوستان کړل زمایوازې مل ده راسره تیاره