Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
52 verses
1ای څښتنه، زه به تل ستا د تلپاتې مینې وایمه سندرهپه خپله خوله ټولو نسلونو ته به ستا وفاداري بیان کړم
2ما ویل چې ستا مینه به شي پاتې تل دپارهوفاداري به دې وي ټینګه اسمانونو په شان
3وویل تا چې ما لوظ کړی دی داود سره چې ما خوښ کړیاو خپل خادم داود سره مې کړی دا قسم دی:
4«اولاده ستا به کوي پاچاهي تلستا پاچاهي به د یو نسل نه بل نسله پورې ټینګه ساتم»
5څښتنه، ستا عجیب کارونه اسمانونه ستایيد فرښتو ډله دې ستایي وفا
6ای څښتنه، اسمانونو کې څوک نشته ستا په شانبرابر نه دی هېڅ اسماني مخلوق د ستا سره
7د فرښتو غونډه کې ډېر زیات هیبتناک یې تهد هغو ټولو نه چې ستا په شاوخوا کې ديته یې ډېر لوی او وېروونکی یې
8ای مطلق قادر څښتنه خدایههېڅوک نه دی زورور د ستا په شانڅښتنه، ته یې وفادار ټولو کارونو کې دې
9ته حکومت کوې غړمبېدونکي دریاب باندېچې شي راپورته د هغه څپې اراموې یې ته
10ټوټې ټوټې دې کړه بلا د دریاب هم دې مړه کړه هغهپه قوي مټو تار په تار دې دښمنان کړل خپل
11دي اسمانونه ستا هم ځمکه د ستاتا جوړه کړې نړۍ او هغې کې ټول شیان
12تا پیدا کړي دي شمال او جنوب دواړهد تابور او حرمون غرونهپه خوشحالۍ سره ستا نوم ستایي
13ستا مټ ځواکمن دی!زورور دی ستا لاسښي لاس برلاسی دی ستا!
14ستا د شاهۍ بنیاد دی پروتپه عدالت او په انصاف باندېتلپاتې مینه او وفا د ستا په مخکې درومي
15هغه خلک بختور ديچې عبادت کوي د ستا د خوشحالۍ په چیغوچې تېروي ژوندون رڼا کې د احسان د ستا
16هغوی کوي خوشحالي ستا په خاطر ټوله ورځستا د نېکۍ په خاطر د ستا ستاینه کوي
17ته په خپله یې د دوی جلال او قوتراکوې مونږ ته بری په خپل احسان
18څښتن زمونږه سپر یعنې پاچا دی غوره کړیسپېڅلي خدای د اسراییلو مونږ ته خپل پاچا راکړید داود سره د خدای وعده
19تا ډېر پخوا خپلو وفادارو خادمانو ته رویا کې ویلي وو:«یو جنګیالي سره مې مرسته کړېاو غوره کړی مې دی د قوم څخهاو سرلوړی کړی مې دی
20ما خپل خدمتګار داود موندلی دیپه خپلو سپېڅلو تېلو مې غوړ کړی دی
21زه په خپل لاس به هغه ټینګ ساتماو زما مټ به هم ځواکمن کړي هغه
22کله به هم دښمنان نه شي بریالي په هغهاو بدکاران به ظلم ونه کړي په هغه باندې
23زه به مات کړم د هغه دښمنان د هغه مخ کېهغه به ووژنم چې ده څخه نفرت کوي
24زما وفا او تلپاتې مینه به وي هغه سرهزما د نوم په وسیله به شي سرلوړی هغه
25په دریاب به واک اختیار د هغه لاس ته ورکړمښي لاس به کړمه اوږد تر سیندونو پورې
26هغه به ماته اواز وکړي: ته زما پلار او خدای یېهم مې ساتونکی او ژغورونکی یې ته
27ورته به ورکړم مرتبه د مشر زویټولو شاهانو د نړۍ کې به یې لوړ وي موقف
28زه تر ابده خپله مینه به ساتم ورسرهاو زما لوظ به وي تل ټینګ ورسره
29اولاده به یې شاهان کړم تل ترتلهترڅو چې پاتې اسمانونه وي ساتم به یې تخت
30سرغړونه که یې وکړي اولاده زما له قانونه څخهاو چلند زما د حکمونو سره سم ونه کړي
31که چېرې دوی زما قانون مات کړياو عمل ونه کړي په حکمونو زما
32نو دوی ته به ورکړم په کوتک د ګناهونو سزااو د بدیو سزا به ورکړم په قمچینه باندې
33خو لاس به وانخلمه د خپلې دوامدارې مینېزه له داوده څخهاو نه به کله ورسره بې وفایي وکړمه
34خپل لوظ به مات نه کړمه زه له هغه سرهاو خپلې خبرې نه به کله هم وانه وړمه زه
35یوځل خوړلی مې قسم په خپل سپېڅلي نومزه به داود ته هېڅ وخت دروغ نه وایم
36وي به موجوده اولاده د هغه تل دپارهاو پاچاهي به یې تل موجوده ويد لمر په شان زما په وړاندې
37دا به سپوږمۍ په شان تلپاتې ويچې ده اسمان کې وفاداره ګواه»د پاچا په ماتې باندې ویر
38خو ای څښتنه، ډېر په قهر یې هغه پاچا تهچې دې په خپله غوره کړی ؤاو اوس پریښی او رد کړی دی تا
39تا خپل خادم سره خپل لوظ مات کړیاو غورځولی تا یې تاج په ځمکهاو هم بې حرمته کړی دی تا
40ټول دېوالونه دې د ښار رانړولي ورتهدي کلا ګانې اړولې کنډوالو باندې دې
41ټول مال او جایداد یې لارویانو تالا کړی دیورپورې ټولو ګاونډیانو یې خندا کړې ده
42تا ورکړی دی بری دښمنانو د هغه تههغوی ټول دې په هغه دي خوشحال کړي
43تا پڅه کړې د هغه توره دهنه دې جګړه کې ده ورکړې مرسته
44له منځه وړی دې دی د هغه شان او شوکتاو راویشتلی دې دی د هغه تخت په ځمکه
45خپل وخت نه مخکې دې زوړ کړی هغهاو په شرمونو دې پټ کړی هغهد خلاصون دپاره دعا
46ته به ترڅو پورې خپل ځان پټوې ای څښتنه؟ته تر ابده به خپل ځان پټوې؟لکه د اور په شان بلیږي به ترڅو ستا قهر؟
47ته در په یاد کړه زما عمر چې دی څومره لنډدا هم په یاد کړه چې مونږ ټول دې بې مقصده یو خلق کړي
48څوک شي کولای چې ژوندی وي تل او هېڅ مړ نه شي؟څوک شي کولای چې ځان بچ کړي له منګولو د ګور؟
49څه شوه څښتنه، ستا تلپاتې پخوانۍ مینه؟هغه قسم څه شو چې تا کړی ؤوفادارۍ کې د داود سره تا؟
50څومره ملنډې وهي خلک ګوره ستا په خادمدا چې زه څنګه سپکاوی د نورو قومونو زغمم
51ای څښتنه، ستا دښمنان وهي ملنډېپه هغه پاچا چې غوره کړی دی تاچېرته چې ځي وهي ملنډې پرې
52ثنا صفت دې وي څښتن ته تر ابده پورې!امین! امین!