Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1تل پناه ځای یې زمونږ د ټولو نسلو ای څښتنه
2مخکې له دې نه چې ته غرونه او یا ځمکهاو نړۍ پیدا کړېته له ازله تر ابده خدای یې
3ته انسان بېرته ورولې خاورو ته، وایې ورته:«خاورو ته ستون شه ای فاني انسانه»
4ستا په نظر کې زر کلونه داسې ښکاريلکه یوه ورځ د پرون ورځې پ�� شانچې تېره شوې وي او یا لکه د شپې د پهرې وار
5ته ناڅاپه انسانان له منځه وړېد هغوی عمر لنډ وي لکه د خوب په شانیا د هغو واښو په شان چې ځي له منځه زر
6چې راشنه کیږي په سهار کې او غټیږي همبیا مړاوي کیږي په ماښام کې او وچیږي هم
7بربادوي مونږ ستا قهرسخت وېروي مونږه ستا غضب
8تا خپلې مخې ته دي ایښي ګناهونه زمونږهپټ ګناهونه زمونږ ښکاره دي تاته
9عمر تېریږي زمونږ ستا په غضب کېپه اوسېلو کې مو ژوند پای مومي
10زمونږه عمر به اویا کاله وياو یا اتیا د ښې روغتیا له وجېخو هغه ټول د کړاوونو او دردونو سرهمونږ فنا کېږو هغه زر تېریږي
11څوک ستا د قهر په قوت پوهیږي؟څوک ستا په غضب پوهیږي او وېریږي ترې؟ځکه چې ستا نه باید ووېریږي
12کړه مو ته پوه چې څومره عمر لروترڅو شو مونږه هوښیار
13ای څښتنه، وي به ستا قهر تر کومه؟بس کړه، په خپلو خادمانو دې زړه وسوځه!
14ستا په تلپاتې مینه هر سهار ماړه کړه مونږهترڅو خپل ټول عمر کړو تېرپه خوشحالۍ او په سندرو باندې
15اوس مونږ ته دومره خوشحالي راکړهلکه راکړي کړاوونه دې وو څومره ورځېڅومره کلونه چې راکړې دې وې مونږ ته ستونزې
16پرېږده چې وویني ستا بندګان ستا زورور کارونهاو اولاده زمونږه وګوري دا ستا لویي
17ای زمونږ څښتنه خدایهوي ستا ښېګڼې دې زمونږه سرهټولو کارونو کې بریا راکړههو، مونږ ته بریا راکړه