Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1څوک چې اوسیږي په پناه د خدای تعالی کېهغه به ژوند تېر کړيد خدای مطلق قادر د سیوري لاندې
2زه به څښتن ته داسې ووایمه چېته پناه ځای او هم کلا یې زمااو زما خدای چې توکل پرې کوم
3په رښتیا به څښتن خلاص کړي تاسود ښکاریانو د دامونو څخهاو د وژونکو ناروغیو څخه
4خپل�� وزرونو باندې تاسو به کړي پټ هغهتاسو به ومومئ پناه هلتهد خدای وفا به لکه سپر او دېوال ستاسو ساتنه وکړي
5د شپې به نه وېرېږئ تاسې له هېڅ خطرهیا د هغه غشي چې ویشتل کیږي به د ورځې له خوا
6یا هغې وبا نه چې خپریږي به تیاره کېنه هغې بلا نه چې وژل کوي غرمه کې
7که دې په خوا کې زر کسان مړه شياو د ښي لاس سره دې لس زرهنو بیا به هم تاته ونه رسي زیان
8ته به یې په سترګو صرف ووینېچې بدکارانو ته سزا ورکول کیږي څنګه
9دا چې څښتن دې پناه ځای کړ خپلاو خدای تعالی دې کړلو خپله کلا
10نو هېڅ بدي به په تا رانه شيستا کور ته درنژدې به هېڅ کومه بلا رانه شي
11ځکه چې خدای به فرښتو خپلو ته حکم وکړيچې چېرته ځې ته نو هغوی به ستا ساتنه کوي
12خپلو لاسونو کې به پورته کړي تاچې پښه دې ونه لګي تیږه باندې
13ته به زمریان او چمچه ماران تر پښو لاندې کړېهم داړونکي زمریان او زهرجن ماران به تر پښو لاندې کړې
14خدای وایي: «خلاصون به ورکړم هغه چاتهچې زما سره کړي مینهوبه ساتم هغه څوک چې باور ولري په ما باندې
15کله چې ماته د زارۍ لاسونه پورته کړي نو قبلوم یې دعازه به ملګری یم هغه سره په سخته کېهم به یې ژغورم او هم ورکوم به عزت
16هغه به موړ کړمه په اوږد ژوند باندېاو خلاصون به ورکړمه زه»