Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1څومره ښه ده ای څښتنه چې مونږ ستا شکر ادا کړوخدای تعالی چې صفت وکړو ستا د نوم مونږ په سندرو کې
2چې هر سهار د ستا تلپاتې مینهاو هره شپه کړو بیان ستا وفا
3د چنګ د ساز په غږولو سرهاو په نغمو د رڅپرکی
4خوشحاله کړی یمه ستا کارونو ای څښتنهد خوشحالۍ سندرې وایم�� زه ستا د کارنامو په خاطر
5کارنامې دي څومره لویې ستا څښتنهڅومره ژور دي ستا فکرونه!
6بې عقله خلک یې درک کولای نه شياو ساده ګان یې نه پوهیږي په معنی باندې
7بد عمله که راشنه لکه واښه شيټول بدکاران شي نېکبختهخو په پای کې به تباه شي تل دپاره
8خو ای څښتنه، ته تل ترتله یې اوچت په ټولو
9ای څښتنه، دښمنان ستاهو، دښمنان به دې هلاک شيخواره واره به بدکاران شي ټول
10د وحشي غویي په شاندې هسک کړي دي زما د قوت ښکرونهپه تازه تېلو دې غوړ کړی یمه
11لیدلې ماتې مې د خپلو دښمنانو ده په خپلو سترګوپه غوږو خپلو مې د هغو بدکارانو اورېدلې چیغېچې یې په ما باندې کول بریدونه
12نېکان آباد به شي او لوی به شي د ونې د خرما په شانهم به شي غټ لکه د سبر د لبنان په شان
13په څېر د ونو کرل شوو د څښتن د کور ديدوی به زمونږ د خدای د کور په انګړونو کېآباد او لوی شي
14په زاړه عمر کې هم مېوه نیسي دویاو تل تازه او شنه وي
15دا هرڅه ښایي چې عادل دی څښتنهغه ساتونکی دی زمابې انصافي هغه کې هېڅ نشته