Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1څښتن ته ووایئ یوه نوې سندرهای ټولې نړۍ، سندره ووایئ څښتن ته تاسې
2څښتن ته ووایئ سندره او ستاینه یې د نوم وکړئاعلان کړئ هره ورځ دا زېریچې نجات یې دی راکړی مونږ ته
3قومونو ته اعلان کړئ جلال د هغهټولو خلکو ته اعلان کړئد هغه ډېر عجیبه کارونه
4ځکه چې لوی دی څښتناو ډېر لایق دی د ثنا او صفتټولو خدایانو نه دې زیاته وېره وشي د ده
5نورو قومونو ټول خدایان دي بې ګټې بتانخو څښتن دي پیدا کړي اسمانونه
6دی راچاپېره جلال او لویي له هغه څخهسپېڅلی کور د هغه ډک دی له قوت او ښایست
7وکړئ ستاینه د څښتن په ځمکه ټولو خلکوهم ستاینه وکړئ د هغه د جلال او قدرت
8د څښتن د جلالي نوم ستاینه وکړئد هغه دربار ته راشئ او نذرانه راوړئ
9کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګهای ټولې ځمکې ولړزېږه د هغه په مخکې
10تاسو خبر کړئ ټول قومونه د نړۍچې دی څښتن پاچا!نړۍ یې ټینګه درولې چې خوځیږي نهاو قضاوت به د قومونو کړي انصاف باندې
11پرېږده خوشحاله اسمانونه شي او ځمکه وکړي خوښيشي دریاب په غړمبار دې خپلو ټولو مخلوقاتو سره
12شي دې خوشحاله پټي هم ټولو فصلونو سرهد ځنګل ټولې ونې به بیا ووهي د خوشحالۍ چیغې
13کله چې راشي د ځمکې قضاوت ته څښتننو په انصاف سره به وکړي قضاوت د نړۍاو قضاوت د ولسونو عدالت باندې