Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1څښتن پاچا دی نو ای ځمکې خوښي وکړه!ټولو ټاپو ګانو خوشحالي وکړئ!
2ترې چاپېره دي تورې تیارې او ورېځېایښودل شوی دی بنیاد د پاچاهۍ یېپه عدالت او په انصاف باندې
3اور دی روان یې مخکېسوځوي یې دښمنان په شاوخوا کې
4برېښنا ګانې یې نړۍ رڼا کويځمکه چې وویني هغه نو پرې لړزان راشي
5ویلې کیږي غرونه لکه د موم په شان د څښتن مخکېد ټول جهان د څښتن مخکې
6اسمانونه عدالت اعلانوي د هغهاو ټول قومونه یې جلال ویني
7ټول هغه خلک چې عبادت کړي د بې ګټې بتانوویاړ په عبادت چې د بتانو بې ارزښتو کړيهغه به وشرمیږيای نورو ټولو خدایانووکړئ څښتن ته سجده!
8ای څښتنه ستا قضاوتونو باندېپه اورېدو یې خوشحالي کوي د صهیون خلککوي خوښي د یهودا ښارونه
9ځکه چې ته یې متعال ټولې نړۍ ته ای څښتنهته یې ډېر لوی له نورو ټولو خدایانو
10ای تاسو خلکو چې کوئ مینه د څښتن سرهنو کوئ کرکه له بدۍ څخه!هغه خوندي ساتي د خپلو وفادارو ژوندونهم یې له لاسه د بدکارو ژغوري
11ځلیږي نور په عادلانو باندېخوشحالي په برخه کیږي د نېکانو
12ای نېکو خلکو، خوشحالي هغو کارو ته وکړئکوم چې څښتن کړي ديد هغه د سپېڅلي نوم شکر وکړئ!