Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
9 verses
1څښتن ته ووایئ یوه نوې سندرهځکه کارونه یې عجیبه کړي ديپه خپل قدرت او خپل سپېڅلي ځواک یېبریالیتوب تر لاسه کړی هغه
2څښتن اعلان کړی دی خپل بریخپل عدالت یې ښکاره کړی دی قومونو ته
3تلپاتې مینه او وفا یې خپلهکړله وریاده د اسراییلو قوم تهد ځمکې یو سر نه تر بله سرهټولو لیدلی زمونږ د خدای بری
4ای ټولې نړۍ، څښتن ته چیغې د خوښۍ ووهئد خوشحالۍ په سندرو یې ثنا ووایئ
5د رڅپرکی ساز څښتن ته وغږوئهم سندرې ورته ووایئ رڅپرکی سره
6د سرني او د پسونو د ښکرو په اوازونو باندېد خوشحالۍ ووهئ چیغې د څښتنیعنې د نړۍ د پاچا حضور کې
7دریاب دې په غړمبار شي خپلو ټولو مخلوقاتو سرهځمکه او هرڅوک چې اوسیږي په کې
8سیندونه دې وپړکوي خپل لاسونهاو غرونه دې ووایي سندرې د خوښۍ یو د بله سرهد څښتن حضور کې
9ځکه څښتن راځي د دنیا د قضاوت دپارهد نړۍ د خلکو قضاوت به په عدالت او په انصاف وکړي