Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1بیا ما یوه بله قوي فرښته ولیدله چې د اسمان څخه راښکته کېدله، هغه په ورېځو باندې پوښل شوې وه او په سر باندې یې د بوډۍ ټال ؤ. څېره یې د لمر په شان ځلېدله او پښې یې د اور د پایو په شان وې.
2د هغې په لاس کې یو کوچنی طومار ؤ چې پرانیستل شوی ؤ. هغې خپله ښي پښه په بحر کې او چپه پښه په ځمکه کېښودله.
3هغې د زمري د غړمبار په شان په لوړ اواز چیغه ووهله او کله چې هغې چیغې کړې نو اووه تندرونه وغرېدل.
4کله چې هغه اووه تندرونه وغرېدل، نو ما غوښتل چې یو څه ولیکم، خو د اسمان نه یو اواز راغی چې ویل یې: «څه چې هغو اووه تندرونو ویلي دي هغه پټ وساته او هغه مه لیکه.»
5بیا ما هغه فرښته چې په بحر او وچه ځمکه باندې ولاړه وه ولیدله، هغې خپل ښي لاس اسمان ته پورته کړ
6او د هغه چا په نوم یې قسم وخوړ چې تل ترتله ژوندی دی او اسمان، ځمکه، بحر او هرڅه چې په هغو کې دي پیدا کړي دي. هغې وویل: «نور به ځنډ رامنځته نه شي!
7خو په هغه وخت کې کله چې اوومه فرښته خپل سرنی ووهي، نو د خدای پټ راز به پوره شي، لکه څنګه چې هغه خپلو خدمتګارانو یعنې پیغمبرانو ته ویلي وو.»
8بیا ما یوځل بیا هغه اواز واورېد چې د اسمان نه یې زما سره خبرې کولې او ویل یې: «لاړ شه او د هماغې فرښتې د لاس نه چې په بحر او وچه باندې ولاړه ده، هغه پرانیستل شوی طومار واخله.»
9نو زه هغې فرښتې ته ورغلم او ورته مې وویل: «هغه کوچنی طومار ماته راکړه.» هغې وویل: «واخله او ویې خوره، دا به ستا خېټه ترخه کړي، خو خوله به دې لکه د شاتو په شان خوږه وي.»
10نو ما هغه کوچنی طومار د فرښتې د لاس نه واخېست او ومې خوړ، هغه زما په خوله کې د شاتو په شان خوږ ولګېده، خو کله چې مې تېر کړ نو زما خېټه یې ترخه کړه.
11بیا راته وویل شول: «ته باید یوځل بیا د خدای پیغام ډېرو خلکو، قومونو، ژبو او پاچاهانو ته ورسوي.»