Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1بیا یې ماته د اندازه کولو یو لرګی راکړ او راته ویې ویل: «لاړ شه او د خدای د کور او د قربانۍ د ځای اندازه واخله او عبادت کوونکي وشمېره.
2خو د خدای د کور باندېنۍ حوېلۍ مه اندازه کوه. هغه پرېږده، ځکه چې هغه بې ایمانه خلکو ته ورکړل شوې ده او هغوی به دا سپېڅلی ښار تر دوه څلوېښتو میاشتو پورې تر پښو لاندې کړي.
3زه به خپلو دوه شاهدانو ته چې د ویر کالي یې اغوستي دي، واک او اختیار ورکړم او هغوی به د یو زرو دوه سوه شپېتو ورځو په موده کې د خدای پیغام خلکو ته رسوي.»
4دا دوه شاهدان د زیتون دوه ونې او دوه څراغدانونه دي چې د ځمکې د خاوند په حضور کې ولاړ دي.
5که څوک وغواړي هغوی ته زیان ورسوي، نو د هغوی د خولې نه به اور راووځي او خپل دښمنان به وسوځوي. په دې ډول هرڅوک چې وغواړي هغوی ته زیان ورسوي، وژل کیږي.
6هغوی دا واک او اختیار لري چې اسمان بند کړي ترڅو په هغه وخت کې چې هغوی د خدای پیغام خلکو ته رسوي، باران ونه شي. همدارنګه هغوی دا واک او اختیار لري چې اوبه په وینو بدلې کړي او هر وخت چې وغواړي په ځمکه باندې هر ډول بلا راولي.
7کله چې هغوی خپله شاهدي ورکول سرته ورسوي، نو هغه ځناور چې د بې پایه کندې څخه راوځي، هغه به د هغوی سره جنګ وکړي او هغوی ته به ماتې ورکړي او وبه یې وژني.
8د هغوی مړي به د هماغه لوی ښار کې چې د هغوی څښتن په کې په صلیب باندې ځړول شوی ؤ، په کوڅو کې پراته وي. دا ښار په روحاني توګه د سدوم او مصر په نوم یادیږي.
9تر درې نیمو ورځو پورې به د هر قوم، هرې قبیلې، هرې ژبې او هر ملت خلک د هغوی مړو ته ګوري او هېچا ته به اجازه نه ورکول کیږي چې هغوی ښخ کړي.
10د ځمکې په مخ ټول خلک به هغوی پورې خاندي، خوشحالي به کوي، جشن به نیسي او یو بل ته به سوغاتونه ورکوي، ځکه چې دغو دواړو پیغمبرانو هغوی ډېر په عذاب کړي وو.
11خو د درې نیمو ورځو نه وروسته خدای په هغوی کې د ژوندون روح واچاوه او هغوی په خپلو پښو ودرېدل او کومو خلکو چې هغوی ولیدل، ډېر ووېرېدل.
12بیا هغو دوه پیغمبرانو د اسمان نه یو لوړ اواز واورېد چې هغوی ته یې ویل: «دلته پورته راشئ!» او په داسې حال کې چې دښمنانو یې ورته کتل، هغوی په ورېځو کې اسمان ته وختل.
13په هماغه وخت کې یوه سخته زلزله وشوه او د هغه ښار لسمه برخه راوغورځېدله او اووه زره کسان په دې زلزله کې مړه شول او پاتې کسان ډېر ووېرېدل او د اسمانونو خدای ثنا یې ویله.
14دوهمه بلا تېره شوه، خو درېمه بلا به زر راشي.
15بیا اوومې فرښتې خپل سرنی وواهه او په اسمان کې لوړ اوازونه واورېدل شول چې ویل یې:«د نړۍ پاچاهي زمونږ د څښتن خدایاو د هغه د مسیح شوهاو هغه به تل ترتله پاچاهي کوي.»
16بیا هغه څلورویشت مشران چې د خدای په حضور کې په خپلو تختونو باندې ناست وو، په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل او د خدای عبادت یې وکړ
17او ویل یې:«ای مطلق قادر څښتنه خدایه!کوو ستا شکر چې ته یې او وېځکه چې تا په لاس کې واخېست خپل لوی قدرتاو تا شروع کړه پاچاهي
18شول په قهر ولسونه او قومونهځکه وخت رارسېدلی ستا د قهررارسېدلی هغه وخت چې قضاوت وشي د مړو په هکلهاو رارسېدلی هغه وخت چې اجر ورکړل شيستا خدمتګارانو یعنې پیغمبرانو،سپېڅلو او هغو خلکو ته چې وېریږي ستا د نوم نهکه هغه لوی وي یا کوچنيرارسېدلی دی اوس وخت د تباهۍ د هغو خلکوتباه کوله یې چې ځمکه»
19بیا په اسمان کې د خدای کور پرانیستل شو او د هغه په کور کې د هغه د لوظ صندوق ولیدل شو. برېښنا وځلېدله، د تن��ر غږ شو، غړمبار شو، زلزله وشوه او سخته ږلۍ وورېدله.