Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1نو بیا په اسمان کې یوه لویه نښه ښکاره شوه. هلته یوه ښځه وه چې لمر یې لکه د کالیو په شان اغوستی ؤ، سپوږمۍ یې تر پښو لاندې وه او په سر باندې یې د دولسو ستورو تاج ؤ.
2هغه امیدواره وه او د لنګون د درد له امله یې چیغې وهلې او په تکلیف وه.
3بیا په اسمان کې یوه بله نښه ښکاره شوه. هلته یو لوی سور ښامار ؤ چې اووه سرونه او لس ښکرونه یې لرل او په هر سر باندې یې تاج ؤ.
4هغه په خپلې لکۍ باندې د اسمان درېمه برخه ستوري راکش کړل او په ځمکه یې راوغورځول. ښامار د هغې ښځې په مخکې چې د ماشوم د زېږولو په حال کې وه ودرېده، د دې دپاره چې کله د هغې ماشوم وشي هغه یې ژوندی تېر کړي.
5بیا د هغې زوی پیدا شو چې په ټولو قومونو به د اوسپنې په امسا باندې حکومت کوي. خو د هغې ماشوم پورته د خدای او د هغه تخت ته یووړل شو.
6هغه ښځه بیابان، یعنې هغه ځای ته وتښتېدله چې خدای ورته تیار کړی ؤ، ترڅو هلته د یو زر او دوه سوه شپېته ورځو دپاره د هغې پالنه وشي.
7بیا په اسمان کې جنګ وشو. میکاییل او د هغه فرښتو د ښامار سره جنګ وکړ او ښامار او د هغه فرښتو د دوی سره جنګ وکړ.
8خو ښامار ماتې وخوړه او نور د هغه او د هغه د فرښتو دپاره په اسمان کې ځای نه ؤ.
9نو هغه لوی ښامار لاندې وغورځول شو، هغه زوړ او پخوانی مار چې د شیطان یا ابلیس په نوم یاديږي او ټوله نړۍ یې غولوله، د خپلو فرښتو سره لاندې ځمکې ته وغورځول شو.
10بیا مې په اسمان کې یو لوړ اواز واورېد چې ویل یې: «اوس زمونږ د خدای خلاصون، قدرت او پاچاهۍ او د هغه ټاکل شوي مسیح د واک او اختیار وخت رارسېدلی دی، ځکه هغه څوک چې زمونږ د خویندو او ورونو مدعي ؤ او شپه او ورځ به یې د خدای په حضور کې په هغوی باندې تور لګاوه، هغه د اسمان نه لاندې ځمکې ته غورځول شوی دی.
11زمونږ خویندې او ورونه د وري د وینې او د پیغام د شاهدۍ په وسیله په هغه باندې بریالي شول، ځکه چې هغوی دې ته تیار وو چې خپل ژوند له لاسه ورکړي او حتی مړه شي.
12نو ای اسمانونو او تاسو چې په کې اوسېږئ، خوشحالي وکړئ. خو ای ځمکې او بحره! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه شیطان تاسو ته ښکته درغی او په دې ښه پوهیږي چې زیات وخت ورسره نشته، نو هغه ډېر په قهر دی.»
13کله چې ښامار پوه شو چې ځمکې ته راغورځول شوی دی، نو د هغې ښځې پسې شو چې زوی یې زېږولی ؤ.
14خو ښځې ته د عقاب دوه لوی وزرونه ورکړل شول، ترڅو وکولای شي هغه ځای ته والوزي چې په بیابان کې ورته تیار شوی ؤ. هلته به تر درې نیمو کالو پورې د هغې پالنه وشي او د هغه ښامار د حملې نه به خوندي وساتل شي.
15بیا ښامار د خپلې خولې نه د اوبو سېلاب جاري کړ ترڅو هغه ښځه لاندې کړي او هغه یوسي.
16خو ځمکې د هغې ښځې سره مرسته وکړه، خوله یې خلاصه کړه او د اوبو هغه سېلاب یې چې ښامار د خپلې خولې نه جاري کړی ؤ، تېر کړ.
17نو ښامار په هغې ښځې باندې ډېر په قهر شو او لاړ چې د هغې د پاتې اولادې سره چې د خدای په حکمونو باندې عمل کوي او د عیسی په هکله شاهدي ورکوي، وجنګیږي.
18ښامار د بحر په غاړه ودرېده.