Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1بیا ما ولیدل چې یو ځناور د بحر نه راووت چې لس ښکرونه او اووه سرونه یې لرل. د هغه په هر ښکر باندې یو تاج ؤ او په هر سر باندې یې کفري نومونه لیکل شوي وو.
2هغه ځناور چې ما ولید د پړانګ په شان ؤ او پښې یې د اېږې او خوله یې د زمري په شان وه. ښامار هغه ته خپل قدرت، تخت او ډېر واک او اختیار ورکړ.
3ما ولیدل چې د هغه ځناور یو سر وژونکی ګوزار خوړلی ؤ، خو د هغه وژونکی زخم جوړ شوی ؤ. ټوله نړۍ حیرانه وه او د هغه ځناور پسې روانه شوه.
4خلکو هغه ښامار ته عبادت وکړ، ځکه چې هغه خپل واک او اختیار هغه ځناور ته ورکړی ؤ. هغوی هغه ځناور ته هم عبادت وکړ او ویل یې: «څوک د دې ځناور په شان زورور دی؟ څوک کولای شي چې د هغه سره جنګ وکړي؟»
5هغه ځناور ته اجازه ورکړل شوه چې کبرجنې خبرې وکړي او کفر ووایي. هغه ځناور ته واک او اختیار ورکړل شو چې تر دوه څلوېښت میاشتو پورې حکومت وکړي.
6هغه خپله خوله خلاصه کړه چې د خدای په خلاف کفر ووایي. هغه د خدای نوم، د هغه استوګنځي او هغو کسانو ته چې په اسمان کې اوسیږي، کفر وویل.
7هغه ته اجازه ورکړل شوه چې د خدای د سپېڅلو خلکو سره وجنګیږي او په هغوی باندې بریالی شي او په ټولو قبیلو، قومونو، ژبو او ملتونو باندې حکومت وکړي.
8ټول خلک چې د ځمکې په مخ ژوند کوي د هغه عبادت به کوي، بې له هغو کسانو څخه چې نومونه یې د پیدایښت نه مخکې د هغه حلال شوي وري د ژوندون په کتاب کې لیکل شوي دي.
9څوک چې غوږونه لري هغه دې واوري:
10هغه څوک چې اسیر کیږي،هغه به اسیر شيچې په توره وژل کیږي هغه څوکهغه به ووژل شي توره باندېدا په دې معنی ده چې د خدای سپېڅلي خلک باید په صبر او زغم سره وفادار پاتې شي.
11بیا ما یو بل ځناور ولیده چې د ځمکې نه راووت. هغه د وري په شان دوه ښکرونه لرل او د ښامار په شان یې خبرې کولې.
12هغه د لومړني ځناور په شتون کې د هغه د ټول واک او اختیار څخه کار اخیسته او ټوله ځمکه او د هغې اوسېدونکي یې دې ته مجبورول چې د هغه اولني حیوان عبادت وکړي چې وژونکی زخم یې جوړ شوی ؤ.
13هغه لویې معجزې ښودلې، تر دې پورې چې د خلکو په مخکې یې د اسمان نه په ځمکه باندې اور ووراوه.
14هغه په هغو معجزو سره چې اجازه ورکړل شوې وه چې د اولني ځناور په حضور کې یې وښایي، د ځمکې اوسېدونکي غولول. هغوی ته یې ویل چې د هغه اولني ځناور مجسمه جوړه کړي چې په توره باندې زخمي شوی ؤ او تر اوسه لا ژوندی دی.
15هغه ته اجازه ورکړل شوه چې د اولني ځناور په مجسمه کې ساه واچوي چې خبرې وکړي او وکولای شي هغه خلک ووژني چې د هغې مجسمې عبادت نه کوي.
16هغه ټول خلک د کوچنیو نه نیولې تر لویانو، شتمنو نه تر غریبو، ازادو نه تر غلامانو پورې مجبورول چې په خپل ښي لاس یا تندي باندې یوه نښه ولګوي.
17هېچا نه شو کولای چې څه شی واخلي او یا یې خرڅ کړي، ترڅو پورې چې هغه نښه یا د هغه ځناور د نوم شمېره پرې نه وي لګېدلې چې د هغه د نوم څرګندونه کوي.
18د دې دپاره پوهه او حکمت په کار دی. نو څوک چې پوه وي باید د هغه ځناور د شمېرې په معنی پوه شي، ځکه چې دا د انسان شمېره ده. هغه شمېره ده ۶۶۶.