Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
8 verses
1بیا ما په اسمان کې یوه بله لویه او حیرانوونکې نښه ولیدله. هلته اووه فرښتې وې چې اووه بلاګانې ورسره وې. دا وروستنۍ بلاګانې وې، ځکه چې په دې سره د خدای قهر او غضب پای ته رسیږي.
2ما د ښیښې په شان بحر ولید چې اور ورسره یوځای ؤ. هلته مې هغه خلک ولیدل چې په ځناور او د هغه په مجسمې او د هغه د نوم په شمېرې باندې بریالي شوي وو. هغوی د ښیښې د بحر تر څنګ ولاړ وو او په لاسونو کې یې هغه چنګونه وو چې خدای ورته ورکړي وو.
3هغوی د خدای د خدمتګار موسی سندره او د وري سندره ویله:«ای څښتنه، ای مطلق قادره خدایه!څومره لوی او عجیبه دي ستا کارونهعادلانه دي او رښتینې د ستا لارېای د قومونو پاچا!
4څوک دی چې ونه وېریږي ستا نه، ای څښتنهاو ستا د نوم ثنا او صفت ونه کړي؟ځکه سپېڅلی یې یوازې تهرابه شي ټول قومونه او تاته به وکړي عبادتځکه لیدلي ټولو ستا عادلانه کارونه»
5له دې نه وروسته مې ولیدل چې د خدای کور یعنې سپېڅلې خېمه په اسمان کې پرانیستل شوه،
6او د هغې نه اووه فرښتې د اووه بلاګانو سره راووتلې چې پاک او ځلېدونکي د کتان کالي یې اغوستي وو او د سرو زرو پټۍ یې د خپلو سینو نه تاوه کړې وه.
7بیا د هغو څلورو اسماني موجوداتو څخه یو یې هغو اووه فرښتو ته د سرو زرو اووه جامونه ورکړل چې هغه د خدای د قهر او غضب څخه ډک وو، یعنې هغه خدای چې تل ترتله به ژوندی وي.
8بیا د خدای کور د خدای د جلال او قدرت د لوګي څخه ډک شو او تر هغې پورې هېڅوک ورننوتلی نه شو، ترڅو چې د هغو اووه فرښتو اووه بلاګانې پای ته نه وې رسېدلې.