Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1بیا ما د خدای د کور نه یو لوړ اواز واورېد چې هغو اووه فرښتو ته یې ویل: «لاړې شئ او د خدای د قهر او غضب اووه جامونه په ځمکه باندې توی کړئ.»
2نو اوله فرښته لاړه او خپل جام یې په ځمکه باندې توی کړ او د هغو خلکو په بدنونو باندې چې د ځناور نښې یې درلودلې او د هغه مجسمې ته یې عبادت کاوه، خطرناکه او دردناکه زخمونه راښکاره شول.
3دوهمې فرښتې خپل جام په بحر کې توی کړ او د بحر اوبه د مړي د وینې په شان شوې او د بحر ټول ژوندي موجودات مړه شول.
4درېمې فرښتې خپل جام په سیندونو او په چینو کې توی کړ او د هغو اوبه په وینو باندې بدلې شوې.
5بیا ما واورېدل چې هغې فرښتې چې په اوبو باندې یې واک او اختیار درلود، وویل:«ای سپېڅلی خدایه! چې ته یې او وې،ته یې عادلځکه تا کړي دا قضاوتونه
6ځکه تویې کړې هغوی وینېستا د سپېڅلو خلکو او پیغمبرانوڅښلو دپاره دې هغوی ته ورکړې وینېځکه لایق وو هغوی د دې»
7ما د قربانۍ د ځای نه یو اواز واورېد چې ویل یې:«ای څښتنه، مطلق قادره خدایهعادلانه دي او رښتیني قضاوتونه ستا»
8څلورمې فرښتې خپل جام په لمر باندې توی کړ او لمر ته اجازه ورکړل شوه چې په خپل اور باندې خلک وسوځوي.
9هغوی د هغې سختې ګرمۍ له امله وسوځېدل او د خدای نوم ته یې چې په دې بلاګانو باندې یې واک او اختیار درلود، کفر وویل. هغوی د خپلو ګناهونو څخه توبه ونه ویستله او د خدای ثنا یې ونه ویله.
10پنځمې فرښتې خپل جام د هغه ځناور په تخت باندې توی کړ او د هغه پاچاهي په تیاره کې ډوبه شوه. خلکو د درد له امله خپل غاښونه چیچل
11او د اسمان خدای ته به یې د خپلو دردونو او زخمونو له امله کفر ویل، خو د خپلو بدو کارونو څخه یې توبه نه ویستله.
12شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوی سیند کې توی کړ او د سیند اوبه وچې شوې، ترڅو د ختیځ د پاچاهانو د راتللو دپاره لاره تیاره شي.
13بیا ما ولیدل چې د ښامار د خولې نه، د هغه ځناور د خولې نه او د هغه جعلي پیغمبر د خولې نه د چونګښو په شان درې پېریان راووتل.
14دا شیطاني روحونه دي چې معجزې ښایي. هغوی د ټولې نړۍ پاچاهانو ته ورځي چې هغوی سره راټول کړي چې د لوی قضاوت په ورځ د مطلق قادر خدای په وړاندې وجنګیږي.
15څښتن وایي: «ګورئ، زه به لکه د غله په شان ناڅاپه درشم. بختور دی هغه څوک چې بېداره وي، خپل کالي یې اغوستي وي، ترڅو هغه د خلکو په مخکې لوڅ ونه ګرځي او ونه شرمیږي!»
16نو هغو پېریانو پاچاهان په هغه ځای کې سره راټول کړل چې په عبرانۍ کې ورته «ارمګدون» وایي.
17بیا اوومې فرښتې خپل جام په هوا کې توی کړ او د خدای په کور کې د تخت نه یو لوړ اواز راغی چې ویل یې: «هرڅه پای ته ورسېدل!»
18وروسته بیا برېښنا وپړکېدله او د تندرغږ او غړمبار شو او یوه داسې سخته زلزله وشوه چې د انسان د پیدایښت راهیسې کله نه وه شوې.
19هغه لوی ښار درې ټوټې شو او د نړۍ ټول ښارونه وران شول. خدای ته لوی څپرکیل ور په یاد شو او هغه یې مجبور کړ چې هغه پیاله وڅښي چې د هغه د ډېر قهر او غضب د شرابو نه ډکه وه.
20ټولې جزیرې له نظره پناه او ورکې شوې او غرونه له منځه لاړل.
21د اسمان نه د انسانانو په سرونو باندې ډېره غټه ږلۍ چې پنځه څلوېښت کیلوګرامه وزن یې درلود، را وورېدله او خلکو د دې ږلۍ له امله خدای ته کفر ویل، ځکه چې دا ډېر سخت افت ؤ.