Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1بیا د هغو اووه فرښتو څخه چې جامونه یې په لاس کې وو، یوه یې ماته راغله او راته ویې ویل: «راشه، چې زه درته هغه مشهوره بدلمنه چې ډېرو سیندونو ته نژدې ناسته ده او سزا به ورته ورکول کیږي، دروښایم.
2د ځمکې پاچاهانو د هغې سره زنا کړې ده او د نړۍ خلک د هغې د زناکارۍ د شرابو په څښلو نشه شوي دي.»
3روح القدس زه تر خپلې اغېزې لاندې راوستلم او هغې فرښتې زه دښتې ته بوتلم. هلته ما یوه ښځه ولیدله چې په یو ځناور باندې چې سور رنګ یې ؤ، سپره وه. هغه ځناور اووه سرونه او لس ښکرونه لرل او په ټول بدن باندې یې کفري نومونه لیکل شوي وو.
4هغې ښځې بانجاني او سره کالي اغوستي وو او په سرو زرو، زېوراتو او مرغلرو باندې سینګار شوې وه. د هغې په لاس کې د سرو زرو پیاله وه چې د کرکې وړ کارونو او د هغې د زناکارۍ د ناپاکۍ څخه ډکه وه.
5د هغې په تندي باندې د پټ راز نه ډک یو نوم لیکل شوی ؤ: «لوی څپرکیل، د ټولو بدلمنو او د ځمکې په مخ د ټولو د کرکې وړ کارونو مور.»
6ما ولیدل چې هغه ښځه د خدای د سپېڅلو خلکو په وینه او د عیسی د شهیدانو په وینه نشه وه. کله چې ما هغه ولیدله نو ډېر حیران شوم.
7خو هغې فرښتې راته وویل: «ته ولې دومره حیران شوې؟ زه به تاته د هغې ښځې او د هغه ځناور چې اووه سرونه او لس ښکرونه لري او هغه ښځه ورباندې سپره ده، پټ راز ښکاره کړم.
8هغه ځناور چې تا ولیده، یو وخت ؤ خو اوس نشته او هغه به د بې پایه کندې څخه راپورته شي او هلاک به شي. هغه خلک چې د ځمکې په مخ ژوند کوي او نومونه یې د نړۍ د پیدایښت نه مخکې د ژوندون په کتاب کې نه وي لیکل شوي، نو هغوی به د دې ځناور په لیدلو سره حیران شي، ځکه چې هغه یو وخت ؤ او اوس نشته، خو بیاهم هغه به بیا راښکاره شي.
9په دې شیانو باندې د پوهېدلو دپاره حکمت په کار دی. دا اووه سرونه د هغو اووه غونډیو استازیتوب کوي چې هغه ښځه ورباندې کښېني. هغوی هم د اووه پاچاهانو په معنی دي،
10چې پنځه یې د پاچاهۍ څخه لېرې شوي دي او یو یې اوس هم پاچاهي کوي او اووم یې لا تر اوسه نه دی راغلی او کله چې راشي، نو هغه باید د لږ وخت دپاره وي.
11هغه ځناور چې یو وخت ژوندی ؤ خو اوس ژوندی نه دی، هغه اتم پاچا دی او د هغو اووه تنو څخه دی او هغه به هلاک شي.
12هغه لس ښکرونه چې تا ولیدل، دا هغه لس پاچاهان دي چې تر اوسه لا پاچاهۍ ته نه دي رسېدلي، خو هغوی ته به د ځناور سره په پاچاهۍ کې د یو ساعت دپاره اختیار ورکړل شي.
13ځکه چې د هغوی ټولو مقصد یو دی، چې خپل قدرت او اختیار به هغه ځناور ته ورکوي.
14هغوی به د وري سره جنګ وکړي، خو وری به په هغوی باندې بریالی شي، ځکه چې هغه د څښتنانو څښتن او د پاچاهانو پاچا دی او کوم کسان چې په دې بریالیتوب کې ورسره دي، د هغه بلل شوي، غوره شوي، او وفادار پیروان دي.»
15بیا هغې فرښتې ماته وویل: «تا چې کومې اوبه ولیدلې چې هغه بدلمنه ورباندې ناسته وه، هغه قومونه، ولسونه، نژادونه او ژبې دي.
16هغه لس ښکرونه چې تا ولیدل او هغه ځناور به د هغې بدلمنې څخه کرکه وکړي. هغوی به د هغې نه هرڅه واخلي او هغه به لوڅه پرېږدي. هغوی به د هغې د بدن غوښه وخوري او هغه به په اور کې وسوځوي.
17ځکه چې خدای د هغوی په زړونو کې دا غوښتنه او اراده پیدا کړې وه چې په یو زړه د خدای د مقصد د پوره کولو دپاره هغه ځناور ته د خپلې پاچاهۍ واک او اختیار ورکړي، ترڅو هغه څه چې خدای په خپل کلام کې ویلي دي هغه رښتیا شي.
18هغه ښځه چې تاسو ولیدله، دا هماغه لوی ښار دی چې د نړۍ په پاچاهانو حکومت کوي.»