Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1وروسته له دې ما په اسمان کې د ګڼ شمېر خلکو لوړ اوازونه واورېدل، هغوی نارې وهلې:«د خدای ثنا ووایئ!خلاصون، جلال او قدرت دی زمونږ د خدای
2ځکه رښتیني او عادلانه دي قضاوتونه د هغههغه د هغې لویې بدلمنې په هکلهچې فاسده یې کړه ځمکه خپلې زناکارۍ باندېویې کړه پرېکړه د سزا او د هغې څخه یې واخېستبدل د وینې د خپلو خدمتګارانو»
3هغوی چیغې کړې یوځل بیا:«د خدای ثنا ووایئ!ځکه چې تل به پورته کیږي د هغه ښار لوګی.»
4بیا هغه څلورویشت مشران او څلور اسماني موجودات په ځمکه پرېوتل او خدای ته چې په تخت باندې ناست ؤ په سجده شول، عبادت یې وکړ او ویل یې: «امین، د خدای ثنا ووایئ.»
5بیا د تخت نه یو اواز راغی چې ویل یې:«ای د خدای ټولو خادمانوټولو خلکو چې وېرېږئ له هغه نهکه لویان یئ یا کوچنیانثنا ووایئ زمونږه د خدای»
6بیا مې د ډېرو زیاتو خلکو اوازونه واورېدل چې د سیند د اوبو د غرهار او د تندر د لوی ګړزهار په شان وو، چې ویل یې:«د خدای ثنا ووایئ!ځکه چې کاندي پاچاهي زمونږ څښتنمطلق قادر خدای په پوره قدرت سره
7راځئ چې وکړو خوشحالي او خوښ واوسواو بیان کړو د هغه لویيځکه چې وخت رارسېدلی دی د وري د وادهاو تیار کړی دی ناوې خپل ځان د هغه دپاره
8ورکړل شوي دي هغې ته ډېر ښه، ځلېدونکياو پاک کتان کالي چې وایې غوندي.»ښه کتان د خدای د سپېڅلو خلکو ښه عملونه دي.
9بیا فرښتې ماته وویل: «دا ولیکه: بختور دي هغه خلک چې د وري د واده مېلمستیا ته وربلل شوي دي.» او همدارنګه هغې وویل: «دا د خدای رښتینی کلام دی.»
10بیا زه د هغې په پښو کې پرېوتم چې سجده ورته وکړم، خو هغې راته وویل: «نه، داسې مه کوه! زه هم ستا او ستا د ورونو په شان د خدای یوه خدمتګاره یم چې په عیسی باندې د خپل ایمان په هکله شاهدي ورکوي، یوازې خدای ته عبادت کوه! ځکه چې د عیسی په هکله شاهدي ورکول د نبوت الهام دی.»
11بیا ما ولیدل چې اسمان پرانیستل شو او یو سپین اس هلته ولاړ ؤ او هغه کس چې ورباندې سپور ؤ، د هغه نوم «وفادار او رښتینی» ؤ، ځکه چې هغه د عدالت له مخې قضاوت او جنګ کوي.
12د هغه سترګې د اور د لمبو په شان وې او په سر باندې یې ډېر تاجونه وو. په هغو باندې یو نوم لیکل شوی ؤ چې له هغه پرته بل هېڅوک پرې نه پوهېده.
13هغه په وینو ککړه یوه چپنه اغوستې وه او د هغه نوم «د خدای کلام» ؤ.
14اسماني لښکرې چې د سوچه سپین ښه کتان کالي یې اغوستي وو او په سپینو اسونو باندې سپاره وو، هغه پسې روان وو.
15د هغه د خولې نه یوه تېره توره راووتله چې قومونه پرې ووهي. هغه به د اوسپنې په امسا باندې په هغوی حکومت کوي. هغه به د مطلق قادر خدای د قهر او غضب شراب په خم کې یعنې په هغه لوښي کې چې د انګورو شربت په کې وباسي، تر پښو لاندې کوي.
16د هغه په چپنه او ورون باندې دا نوم لیکل شوی دی: «د پاچاهانو پاچا او د څښتنانو څښتن.»
17بیا ما یوه فرښته ولیدله چې په لمر کې ولاړه وه او په اسمان کې یې الوتونکو مرغانو ته په لوړ اواز نارې کړې: «راشئ او د خدای په لویه مېلمستیا کې سره راټول شئ
18او د پاچاهانو، جنرالانو، جنګیالیو، د اسونو او په هغو باندې د سپرو خلکو غوښې او د ټولو انسانانو که ازاد دي یا غلامان، او که لویان وي یا واړه، غوښې وخورئ.»
19بیا ما ولیدل چې هغه ځناور او د نړۍ پاچاهان او د هغوی لښکرې سره راټولې شوې چې د هغه چا سره چې په اس باندې سپور ؤ او د هغه د لښکرو سره وجنګیږي.
20خو هغه ځناور او هغه جعلي پیغمبر چې �� هغه ځناور په خاطر یې معجزې ښودلې وې، ونیول شول. په دې معجزو باندې هغه جعلي پیغمبر هغه خلک غولول چې د هغه ځناور نښه یې درلودله او د هغه مجسمې ته یې سجده کړې وه. نو هغه ځناور او جعلي پیغمبر دواړه د اور هغه جهیل ته ژوندي وغورځول شول چې د ګوګړو لمبې ترې پورته کېدلې.
21خو د هغوی ټولې لښکرې په هغې تورې باندې ووژل شوې چې په اس باندې د سپور سړي د خولې څخه راووتله او ټولو مرغانو د هغوی په غوښو ځانونه ماړه کړل.