Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1بیا ما یوه فرښته ولیدله چې د اسمان نه راښکته کېدله چې د بې پايه کندې کیلي او یو لوی زنځیر ورسره وو.
2هغې ښامار یعنې هغه زوړ او پخوانی مار چې هماغه ابلیس یا شیطان دی، ونیوه او تر زرو کالو پورې یې په زنځیر وتړلو.
3فرښتې هغه بې پایه کندې ته وغورځاوه، دروازه یې ورپسې وتړله او مهر یې ورباندې ولګاوه، ترڅو زر کاله پوره شوي نه وي، هغه نور ونه شي کولای چې قومونه وغولوي. له هغې وروسته باید د لږ وخت دپاره ازاد کړای شي.
4بیا مې تختونه ولیدل چې هغه خلک پرې ناست وو چې د قضاوت کولو واک او اختیار ورته ورکړل شوی ؤ او د هغو کسانو روحونه مې ولیدل چې سرونه یې د عیسی په هکله د شاهدۍ ورکولو او د خدای د کلام په خاطر پرې کړل شوي وو. دا هغه خلک وو چې هغه ځناور او د هغه مجسمې ته یې سجده نه وه کړې او د هغوی تندي او لاسونو د هغو نښه نه درلودله. هغوی ټول بېرته راژوندي شول او د مسیح سره یې تر زرو کالو پورې پاچاهي وکړه.
5خو هغه نور خلک چې مړه شوي وو، تر هغې پورې ژوندي نه شول ترڅو زر کاله پوره شوي نه وو. دا د مړو نه لومړنی بیا راژوندي کېدل دي.
6بختور او سپېڅلی شوی هغه څوک دی چې په دې لومړني بیا راژوندي کېدلو کې شریک دی. ځکه چې په داسې خلکو د دوهم مرګ زور نه رسیږي، بلکې هغوی به د خدای او مسیح کاهنان وي او د هغه سره به تر زرو کالو پورې پاچاهي کوي.
7کله چې زر کاله پوره شي نو شیطان به د زندان څخه راخلاص شي.
8هغه به راووځي او د نړۍ د څلورو کنجونو قومونه چې جوج او ماجوج بلل کیږي، وغولوي او هغوی چې د بحر د شګو په شان بې شمېره دي، د جنګ دپاره سره راټول کړي.
9هغوی په ټوله نړۍ کې خواره شول او د خدای د سپېڅلو خلکو کمپ او ګران ښار یعنې اورشلیم یې کلابند کړ، خو د اسمان نه ورباندې اور نازل شو او هغوی یې تباه کړل.
10بیا شیطان چې هغوی یې غولولي وو، د اور او ګوګړو جهیل ته وغورځول شو، یعنې هغه ځای ته چې هغه ځناور او جعلي پیغمبر هم په کې غورځول شوي وو. هغوی به هلته شپه او ورځ د تل دپاره عذاب ویني.
11بیا مې یو لوی سپین تخت ولیده چې یو کس ورباندې ناست ؤ. ځمکه او اسمان د هغه د مخې نه وتښتېدل او نور ونه لیدل شول.
12بیا ما مړي ولیدل که غټ وو یا کوچني، د تخت په مخکې ولاړ وو او کتابونه پرانیستل شول. وروسته د دې کتابونو څخه بیا بل کتاب پرانیستل شو، یعنې د ژوندون کتاب. د مړو په هکله لکه څنګه چې په کتابونو کې لیکل شوي وو او د هغوی د عملونو له مخې قضاوت وشو.
13بحر چې کوم مړي ساتلي وو، هغه یې بېرته ورکړل او مرګ او قبر هم هغه بېرته ورکړل او د هر چا قضاوت د هغه د عمل له مخې وشو.
14بیا مرګ او قبر د اور جهیل ته وغورځول شول. د بحر دا اور دوهم مرګ دی.
15د چا نوم چې د ژوندون په کتاب کې نه ؤ لیکل شوی، هغه د اور جهیل ته وغورځول شو.