Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1بیا ما یو نوی اسمان او نوې ځمکه ولیدله، ځکه چې لومړنی اسمان او لومړنۍ ځمکه ورک شول او بحر نور نه ؤ.
2ما سپېڅلی ښار یعنې نوی اورشلیم ولیده چې د خدای له خوا د اسمان نه راښکته کېده او داسې تیار کړای شوی ؤ لکه چې ناوې د خپل مېړه دپاره سینګار شوې وي.
3ما د تخت نه یو لوړ اواز واورېد چې ویل یې: «ګورئ، اوس د خدای د اوسېدلو ځای د خلکو په منځ کې دی. خدای به د هغوی سره اوسیږي. هغوی به د هغه قوم وي او هغه په خپله به د هغوی په منځ کې د هغوی خدای وي.
4خدای به د هغوی د سترګو ټولې اوښکې وچې کړي. نور به مرګ، ویر، ژړا او درد نه وي، ځکه چې پخواني شیان تېر شوي دي.»
5هغه کس چې په تخت ناست ؤ، ویې ویل: «ګورئ، زه ټول شیان نوي کوم.» همدارنګه هغه راته وویل: «دا ولیکه، ځکه چې دا خبرې د باور وړ او رښتیا دي.»
6او بیا یې ماته وویل: «دا وشول! زه الف او یا، اول او اخر یم. هرڅوک چې تږی وي زه به هغه ته د چینې څخه د ژوندون اوبه په وړیا توګه ورکړم.
7څوک چې بریالی شي، هغه به د دې ټولو برکتونو وارث شي. زه به د هغه خدای یم او هغه به زما اولاد وي.
8خو د وېرېدونکو، بې ایمانانو، فاسدانو، قاتلانو، زناکارانو، جادوګرانو، بت پرستانو او ټولو دروغجنو خلکو ځای به د اور په جهیل او سوځېدونکو ګوګړو کې وي. دا دوهم مرګ دی.»
9بیا د هغو اووه فرښتو څخه یوه فرښته چې د اووه بلاګانو نه ډک جامونه ورسره وو، ماته راغله او ویې ویل: «راشه، زه به تاته ناوې یعنې د وري ښځه دروښایم.»
10بیا کله چې زه د روح القدس تر اغېزې لاندې وم، فرښتې زه د یو ډېر لوړ غره څوکې ته بوتلم او د اورشلیم سپېڅلی ښار یې چې د خدای له خوا د اسمان څخه راښکته کېده، راته وښوده.
11دا ښار د خدای په جلال روښانه ؤ. هغه د قیمتي تیږو په شان ځلېده او د لعل او بلور په شان صفا ؤ.
12دې ښار لوی او لوړ دېوالونه درلودل او دولس دروازې یې لرلې او په هره دروازه کې یې فرښته ولاړه وه. په دروازو باندې د اسراییلو د قوم د دولسو قبیلو نومونه لیکل شوي وو.
13درې دروازې د ختیځ خواته، درې د شمال خواته، درې د جنوب خواته او درې دروازې د لوېدیځ خواته وې.
14د ښار دېوال په دولسو بنیادونو باندې جوړ شوی ؤ او په هغو باندې د وري د دولسو رسولانو نومونه لیکل شوي وو.
15کومې فرښتې چې زما سره خبرې کولې د هغې په لاس کې د سرو زرو یو متر ؤ چې د ښار او د هغه د دروازو او دېوالونو اندازه ورباندې معلومه کړي.
16ښار د مربع په شکل جوړ شوی ؤ چې اوږدوالی او پلنوالی یې یو شان ؤ او فرښتې د هغه متر په وسیله دا ښار اندازه کړ چې دولس زره ستادیا ؤ. د هغه اوږدوالی، پلنوالی او لوړوالی یو برابر ؤ.
17بیا هغې دېوالونه اندازه کړل چې یو سل او څلور څلوېښت کیوبټ لوړوالی یې درلود چې دا د انساني معیار له مخې ؤ چې فرښتې ورڅخه هم کار اخیسته.
18دېوال د لعلونو څخه جوړ شوی ؤ په داسې حال کې چې خپله ښار د سوچه سرو زرو نه جوړ شوی ؤ او د ښیښې په شان صفا ؤ.
19د ښار د دېوالونو بنیادونه په ډول ډول قیمتي تیږو باندې سینګار کړای شوي وو. اولنی بنیاد د لعلونو، دوهم د لاجوردو، درېم د سپینو عقیقو، څلورم د زمردو،
20پنځم د عقیقو، شپږم د جیګري عقیقو، اووم د زبرجدو، اتم د شینچکي یاقوتو، نهم د زیړو یاقوتو، لسم د غرني مرغلرو، یوولسم د فېروزې او دولسم د ارغواني یاقوتو څخه جوړ شوی ؤ.
21هغه دولس دروازې دولس مرغلرې وې، یعنې هره دروازه د یوې مرغلرې څ��ه جوړه شوې وه. د ښار لوی سرک د سوچه سرو زرو او د ښیښې په شان صفا وه.
22ما په ښار کې د خدای کور ونه لیده، ځکه چې مطلق قادر څښتن خدای او وری خپله د دې ښار د خدای کور دی.
23هغه ښار د لمر یا د سپوږمۍ رڼا ته اړتیا نه لري، ځکه چې د خدای جلال هغه روښانه کوي او وری د هغه څراغ دی.
24د هغه په رڼا کې به قومونه ګرځي او د نړۍ پاچاهان به د خپل شان او شوکت سره هغه ته ورننوځي.
25د ښار دروازې د ورځې له خوا هېڅکله نه بندیږي او هلته به هېڅ شپه نه وي.
26هغوی به د قومونو شان او شوکت او عزت دې ښار ته راوړي.
27خو هېڅ ناپاکه شیان به دې ښار ته ورننوتلی نه شي او نه به هغه څوک چې د کرکې وړ کارونه کوي او نه دروغجن خلک. یوازې هغه کسان به هغه ښار ته ورننوځي چې نومونه یې د وري د ژوندون په کتاب کې لیکل شوي دي.