Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1بیا فرښتې ماته د ژوندون د اوبو سیند وښوده چې د بلور په شان ځلېده او د خدای او وري د تخت څخه بهېده
2او د ښار د لوی سرک له منځ نه تېرېده. د سیند په دواړو غاړو کې د ژوندانه ونه وه چې په کال کې به یې دولس ډوله مېوه نیوله او هره میاشت به یې مېوه نیوله. د دې ونې پاڼې د قومونو د علاج دپاره وې.
3په هغه ښار کې به نور داسې شی نه وي چې د خدای لعنت ورباندې وي. د خدای او وري تخت به په هغه ښار کې وي او د خدای خدمتګاران به د خدای عبادت کوي.
4هغوی به هغه مخامخ ویني او د هغه نوم به د هغوی په تندیو باندې لیکل شوی وي.
5هلته به نوره شپه نه وي او هغوی به د څراغ یا لمر رڼا ته اړتیا نه لري، ځکه څښتن خدای به د هغوی دپاره رڼا وي او هغوی به تل ترتله هلته پاچاهي کوي.
6بیا فرښتې ماته وویل: «دا خبرې د باور وړ او رښتیا دي. څښتن خدای چې خپلو پیغمبرانو ته الهام ورکوي، خپله فرښته رالېږلې ده چې خپلو خدمتګارانو ته هغه شیان وروښایي چې ډېر زر به پېښ شي.»
7عیسی مسیح وایي: «واورئ، زه زر درځم، بختور دی هغه څوک چې د دې کتاب پېشګویانې او پیغام مني.»
8زه یوحنا هغه څوک یم چې دا شیان مې واورېدل او ومې لیدل. څنګه چې مې دا شیان واورېدل او ولیدل نو د هغې فرښتې په پښو کې چې دا شیان یې راته ښودلي وو، پرېوتم چې سجده ورته وکړم.
9خو هغې ماته وویل: «داسې مه کوه! زه خو ستا او ستا د ورونو یعنې پیغمبرانو او هغو کسانو په شان د خدای یوه خدمتګاره یم چې په دې کتاب کې لیکل شوي خبرې مني. یوازې د خدای عبادت کوه.»
10بیا هغې ماته وویل: «د دې کتاب پېشګویانې او پیغام مه پټوه، ځکه چې هغه وخت نژدې دی چې دا شیان به پېښ شي.
11پرېږده چې بدکاران خپل بد کارونه وکړي او فاسد خلک خپل فساد ته دوام ورکړي، عادلان دې خپلو نېکو کارونو ته دوام ورکړي او سپېڅلي خلک دې سپېڅلي اوسي.»
12عیسی وایي: «واورئ، زه زر درځم او د ځان سره به هرچا ته د هغه د عملونو سره سم اجر او بدل ورکړم.
13زه الف او یا یم، زه اول او اخر یم، زه ازل او ابد یم.»
14بختور دي هغه خلک چې خپلې چپنې پاکې ووینځي، ترڅو د دې حق ولري چې د ژوندانه د ونې مېوه وخوري او وکولای شي چې ښار ته د دروازو له لارې ورننوځي.
15خو سپي، جادوګران، زناکاران، قاتلان، بت پرستان او دروغجن خلک به د ښار څخه دباندې پاتې وي.
16«ما عیسی، خپله فرښته تاسو ته درولېږله چې کلیساګانو دپاره دا پیغام ورسوي. زه د داود د نسل څخه یم او د سهار ځلېدونکی ستوری یم.»
17روح القدس او ناوې عیسی ته وایي: «راشه!» او څوک یې چې اوري، هغه دې هم ووایي: «راشه!» څوک چې تږی وي، هغه دې راشي، او څوک چې د ژوندون اوبه غواړي، هغه دې دا اوبه لاسته راوړي، ځکه چې وړیا دي.
18زه یوحنا هر هغه چاته چې د دې کتاب پېشګویانې او پیغام اوري، خبرداری ورکوم چې که چېرې څوک د خپل ځان نه په هغه کې کوم شی ورزیات کړي، نو خدای به هغه بلاګانې چې په دې کتاب کې بیان شوې دي، د هغه په سر باندې راولي.
19او که څوک د دې پېشګویانو او پیغام څخه کوم څه کم کړي، نو خدای به هغه د ژوندانه د ونې او سپېڅلي ښار نه چې په دې کتاب کې بیان شوي دي، بې برخې کړي.
20هغه څوک چې د دې ټولو شیانو په هکله شاهدي ورکوي، وایي: «هو، زه زر درځم!» امین، ای څښتنه عیسی، راشه!
21په تاسو ټولو باندې دې د څښتن عیسی فضل وي.