Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1اے محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه.تۀ څومره نازنينه ينه.د نقاب نه شاته ستا سترګې ګوګوشتکې دينه.ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه،چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.
2ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه،چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه،او تازه لمبولے شوے وينه.هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه،يو هم کنډم شوے نۀ دېنه
3شونډې دې تکې سرې دينه،خولۀ دې ډېره ښُکلې ښکارينه.ستا اننګى د نقاب شاته لکه د ګلابى انار ځليږينه.
4ستا غړۍ دومره ښائسته ده لکه د داؤد د ښار مناره،چې د زرګونو بهادرانو په ډالونو باندې شوې وى سينګاره.
5ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه،چې د لاله په ګلونو کښې څريږينه.
6د دې نه وړاندې چې د سحر باد ولګيږينهاو د شپې تيارۀ چې په ختمېدو شينه،زۀ به د مُر غر ته ورمنډه کړمهاو د لوبانو غونډو ته به لاړه شمه.
7زما محبوبې، ستا ښائست کامِل دېنه،په تا کښې هيڅ عېب نشته دېنه.
8زما ناوې، د لبنان نه ما سره راشه،د لبنان نه ما سره راشه.د امانه د غرۀ د څوکو نه راکوزه شه،د حرمون او د سنير د څوکو نه ما سره راکوزه شه،د زمرو د غارونو او د پړانګانو د غونډو نه راکوزه شه.
9اے زما دُنيا، اے زما ناوې، زما نه دې زړۀ وړے دېنه،د سترګو په يوه اِشاره دې ما نه زړګے وړے دېنه،او د اميل يو غمى دې ما نه زړګے وړے دېنه.
10زما دُنيا، زما ناوې زۀ ستا په مينه کښې څومره خوشحاله يمه،د ميو نه څومره خوشحالونکى ده ستا مينه،او ستا خوشبو د هرې مصالحې نه څومره ښۀ ده.
11زما ناوې، ستا د شونډو نه د شاتو د ګبين پهشان خوږوالے راڅاڅيږينه،ستا د ژبې لاندې شات او پئ پراتۀ دينه،ستا د جامو نه لکه د لبنان د دِيار په شان خوشبو راځينه
12اے زما محبوبې، تۀ زما بنده باغيچه ينه،تۀ زما دُنيا ينه، او زما ناوې ينه،زما پټ باغ، زما پټه چينه ينه،
13تۀ لکه د انارو باغيچه ينه،د مزېدارو مېوو نه ډکه ينه،او خوشبو دې لکه د مشکو او عنبرو په شان ده نه،
14چرته چې د مشکو، زعفرانو، دارچينواو هر قسمه مصالحو بوټى پېدا کيږينه،او عُود، مُر او لوبانو خوشبوداره عطر پېدا کيږينه.
15تۀ د باغ چينه ينه،تۀ د تازه اوبو کوهے ينهچې د لبنان د غرونو نه رابهيږينه.محبوبه
16اے د شمال باده، راوالوځه،اے د جنوب باده راشه،زما په باغ باندې راوالوځهاو د هغۀ خوشبو هرې خوا ته خوره کړه.زما جانانه خپل باغ ته راشه،او د هغې ښُکلې مېوې وخوره.