Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښېداخل شوے يمه.زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه.ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه،او زۀ خپل پئ او مے څښمه.ښځېاے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه.او د مينې نه مست شئينه.څلورم سرودمحبوبه
2زۀ اودۀ ومه خو زما زړۀ بېدار وونه،غوږ شه. زما جانان ور ټکوينه.”زما د زړۀ دُنيا او محبوبې ور کولاو کړه،زما ګوګوشتکې، زما بېعېبه مينې.محبوبزما سر په شبنم باندې لوند دېنه،او د شپې پرخې مې وېښتۀ لوندۀ کړى دينه.“محبوبه
3ما خو جامې ويستلې دينه،نو دا بيا دوباره واچوم څۀ؟ما خپلې پښې وينځلې دينه،بيا دا دوباره په خاورو ګنده کړم څۀ؟
4زما جانان خپل لاس په ور کښې راوږد کړونه،نو زما زړۀ د هغۀ دپاره په درزېدو شونه.
5نو زۀ راپاڅېدم چې خپل جانان ته ور کولاو کړمه.زما د لاسونو نه عطر په څڅېدو شونه.زما د ګوتو نه د مُر چيړ په څڅېدو شونهکله چې ما د ور کُنډه راښکله.
6ما خپل جانان ته ور کولاو کړونه،خو هغه بيا تلے وو، نو زۀ سخته پرېشانه شومه،ما هغه ولټولو، خو هغه مې پېدا نۀ کړونه،ما هغۀ ته آواز وکړونه،خو هغۀ ما ته جواب رانۀ کړونه.
7کومو څوکيدارانو چې په ښار کښې ګشت کولونهنو هغوئ زۀ ونيولم، هغوئ زۀ ووهلمهاو په وهلو يې تکه شنه کړمه،او د ښار د دېوالونو چوکيدارانوزما د مخ نه پلو اوچت کړونه.
8اے د يروشلم ښځو، ما سره دا وعده وکړئينه،کۀ چرې تاسو زما جانان وليدلو، هغۀ ته ووائينهچې زۀ د هغۀ د مينې په وجه کمزورې شوې يمه.ښځې
9اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ، ستا جاناند نورو سړو نه کوم خاص خصوصيت لرينه؟په هغۀ کښې داسې څۀ خاص دينه،چې مونږ تا سره دا لوظ وکړونه؟محبوبه
10زما جانان سور سپين دېنه،او په لسو زرو کښې د ټولو نه اعلىٰ دېنه.
11د هغۀ سر د سوچه سرو زرو دېنه،د هغۀ وېښتۀ وَل وَل دينه،او لکه د کارغۀ په شان تور دېنه.
12د هغۀ سترګې د ګوګوشتکو په شان دينهچې د اوبو د چينو په خوا کښې وينهسپينې ګوګوشتکې لکه د پئيو په شان چېد تالاب په خوا کښې ناستې وينه.
13د هغۀ اننګى د باغ په شان دينه،چې د خوشبودارو بوټو نه ډک وينه.د هغۀ شونډې د لاله د ګل په شان دينه،لکه چې د مُر په چيړ خوشبويه شوې وينه.
14د هغۀ لاسونه د سرو زرو سيخونه دينه،چې په دې کښې قيمتى کاڼى لګېدلى وينه.د هغۀ بدن لکه د هاتى د غاښونو په شان سپين دېنه،او چې په کښې نيلم کاڼى لګېدلى وينه.
15د هغۀ پښې د سنګِ مرمرو د ستنو په شان دينهچې په سرو زرو کښې لګولے شوې وينه.د هغۀ شکل د لبنان د غرونو د خاص دِيار په شان ښکارينه.
16هغه ډېره خوږه خولۀ لرينه،هغه په هر لحاظ زړۀ راښکونکے دېنه،نو، اے د يروشلم ښځو،زما جانان او زما آشنا دغه شان دېنه.